لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د ډزبندۍ د پاره د امريکا د پوهنتونونو زدکونکي په احتجاج دي، په کيليفورنيا او ټېکساس کې نورې ګرفتارۍ شوي


د نیویارک په کولمبیا یونېورسټۍ کې د زدکوونکو احتجاجي کېمب
د نیویارک په کولمبیا یونېورسټۍ کې د زدکوونکو احتجاجي کېمب

د امريکا په دوو نورو ايالتونو کيليفورنيا او ټېکساس کې هم د پوهنتونونو زدکونکو په غزه کې د ډزبندۍ دپاره مظاهرې کړي اوپوليس يو شمېر احتجاج کونکي نيولي او د دوی په منځ کې نښتنې هم شوي دي.

راپارېدلي زدکونکي غوښتنه کوي چې په غزه کې دې ډزبندي زر تر زره وشي، امريکا دې اسرايل ته وسله ورکول بند کړي او کومې امريکايي مالي مرستې چې اسرايل ته ورکول کيږي هغه دې سملاسي بندې کړل شي.

د کيليفورنيا او ټېکساس نه علاوه پوليس په نيويارک ايالت کې د کولمبيا پوهنتون نزدې سل زدکونکي نيولي د چرته نه چې د اسرايل خلاف د احتجاج لړۍ پيل شوې ده او اوس د هېواد نورو برخو ته خوريږي.

ځينې يهودي زدکونکو خبريالانو ته ويلي دا احتجاجونه تر ډېره حده د يهوديانو زد مظاهرې جوړيږي او دوی ويريږي چې کيمپسونو ته ځي.

د اسرايل وزير اعظم نتن ياهو د امريکا په تعليمي ادارو کې د فلسطينیانو په حمايت کې په کېدونکو مظاهرو سختې نيوکې کړي. نتن ياهو د پوهنتونونو د صدرانو رويه شرمناکه بللې او د امريکايي چارواکو نه يې د مداخلت غوښتنه کړې ده.

د ټېکساس په پوهنتون کې د پوليس او زدکونکو اينښتې شوي چې پکې د مظاهرو رپورټېنګ کونکي خبريالان هم زخمي شوي او پوليس د فاکس سېون اسټن ادارې سره کار کونکی کيمره مين د تشدد نه وروستو نيولی و.

د ياد پوهنتون د دريم کال زدکونکي ارکوهارټ ميډيا ته ويلي که پوليس غير ضروري ردعمل نه وی ښودلی دا مظاهرې به تر ډېره په امن کې کېدلی.

ارکوهارټ وايي دا زياتېدونکې مظاهرې د زدکونکو د نيولو په ضد کيږي. د کيليفورنيا سټيټ پولي ټېکنېک يونيورسټي زدکونکي انتظاميې د درېو ورځو پورې په يوه ودانۍ کې بند کړي وو او بيا يې د پوهنتون د بندولو سره کلاسونه انلاين ورکول اعلان کړل.

د امريکا د ايوان نماينګان سپيکر او ريپبلېکن ګوند غړي مايک جانسن د شورو، چهارشنبې په ورځ د کولمبيا پوهنتون دوره کړې او د پوهنتون د صدر منوشی شفيق نه يې غوښتلي که په کيمپس کې ګډ وډی نه شي قابو کولی نو د خپلې څوکۍ نه دې استعفا ورکړي.

د کولمبيا پوهنتون د چارواکو او د زدکونکو د نمايندګانو ترمنځ د ګډ وډي ختمولو د پاره خبرې اترې روانې دي خو لا يې څه نتيجه نه ده ورکړې.

په خبر کې څه معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG