د نشۍ توکو او جرمونو د مخنیوي دپاره د ملګرو ملتونو دفتر ایو اېن افس ان ډرګز اېنډ کرایم، یو اېن او ډي سي، ویلي د تېر کال په مقابل کې په ۲۰۲۴ کې په افغانستان کې د اپینو په پېداوار کې ۳۰ فیصد اضافه شوې ده.
یو اېن او ډي سي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه پرېس رېلیز کې وویل د نومبر په شپږمه نېټه په افغانستان کې د اپیمو د پېداوار په اړه شایع کړې شمېرو کې وویل د دې باوجود چې سږ کال د اپینو پېداوار زیات شوی خو د دې کچه د کال ۲۰۲۲ د سطحې نه ډېره کمه ده.
په افغانستان د بیا واکمېندو وروسته طالبانو د کال ۲۰۲۲ د اپرېل په میاشت کې په هېواد کې د کوکنارو په کښت پابندي ولګوله چې په نتیجه کې يې د اپينو پېدوار په لویه کچه کم شوی دی.
یو اېن او ډي سي سږ کال په افغانستان کې د اپینو د پېدوار اندازه ۴۴۳ ټن لګولې ده چې د ۲۰۲۳ په مقابل کې ۳۰ فیصد اضافه ده خو د بندیز د مخکې وخت نه دا کچه ۹۳ فیصد کمه ده.
د یو اېن او ډي سي اندازه ده چې سږ کال په افغانستان کې د پېدا شویو اپينو مالیت ۲۶۰ مېلین ډالر دی چې د تېر کال په مقابل ۱۳۰ فیصد زیات خو د ۲۰۲۲ نه د مخکې وخت په مقابل کې ۸۰ فیصد کم مالیت دی.
د یو اېن او ډي سي اېګزېکېټیو ډرېکټرې غاده ولي وویل نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې په افغانستان کې په کوکنارو انحصار کوونکو ټولنو سره مرسته وکړي چې د معاش دپاره قانوني متبادلې زریعې استعمال کړي.
په کال ۲۰۲۴ کې، یو اېن او ډي سي وویل، افغان کروندګرو د دالونو او پومبې په شان متبادل فصلونه کښت کړل خو اپيم د غنمو په شان فصل په مقابل کې ۶۰ فیصد زیات امدن پېدا کوی.
ادارې وویل د کوکنارو په ځای د ګټه ور قانوني متبادل فصل د نيشت والي په سبب اقتصادي مشکلات کروندګر مجبورولی شي چې د ډوډې یا د کوکنارو کښت بیا شروع کړي.
د یو اېن او ډي سي ترمخه په موجوده وخت کې د کوکنارو کښت د جنوب مغربي ولایتونو نه د شمال ختیځ ولایتونو ته منتقل شوی دی چېرته چې د دریو څخه دویمه برخه اپین پېدا شوي دي.
یو اېن او ډي سي د ملګرو ملتونو ترقیاتي پروګرام یو اېن ډي پي سره په شریکه په افغانستان کې د نشۍ توکیو په استعمال اخته خلکو د علاج په اړه یو رپورټ شایع کړی دی.
په رپورټ کې وېل شوي چې د علاج سهولت د افغانستان د ۳۴ څخه په ۳۲ ولایتونو کې ترلاسه کېدلی شي خو د دې په تقیسم او علاج ته په لاس رسي کې په خصوصي توګه د جنس په بنیاد عدم توازن موجود دی.
د رپورټ ترمخه، په افغانستان کې د علاج لاندې خلک وايي نشې دپاره اپین په پراخه کچه استعمالېږي خو د اېمفېټامین په شان د کیمیاوي نشۍ توکیو په طلب کې اضافه شوې ده.
Forum