ملګري ملتونه وایي طالبانو له القاعده شبکې سره نیژدې اړیکې ساتلې او ځینې مشران یې په افغانستان کې دي، طالبانو د ملګرو ملتونو رپوټ رد کړی او دا یې د خپل حکومت په ضد "پروپیګنډه" بللې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جنورۍ پر 30مه په خپل یو نوي رپوټ کې دعوه کړې چې القاعده د افغانستان په غزني، لغمان، پروان او روزګان ولایتونو کې 8 نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي او په پنجشېر کې یې هم د وسلو یو ډیپو جوړ کړی دی.
په رپوټ کې راغلي القاعده له درو لسیزو په افغانستان کې فعاله ده او دا مهال په لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان او پروان ولایتونو کې "پینځه مدرسې" لري او د کابل په ګډون په هرات، فراه او هلمند کې "امن کورونه" لري چې ایران ته ددې ډلې د غړو تګ راتګ اسانه کړي.
په رپوټ کې ویل شوي چې حکیم المصري په افغانستان کې د القاعده له مهمو غړو څخه دی او وایي هغه دا مهال د دې ډلې د روزنیزو کېمپونو او د تحریک طالبان پاکستان لپاره د ځانمرګو بریدګرو د روزونکی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپوټ "ناسم" بللی او رد کړی یې دی. مجاهد د خپل حکومت په اړه د ملګرو ملتونو دې تازه او وروستیو رپوټونو ته په مرموزې اشارې سره ویلي چې پکې د ده په وینا "د تورونو پورې کولو یو منظم پروګرام" پیل شوی:
"دا د ملګرو ملتونو له آدرس څخه سوء استفاده [ناوړه ګټه] ده چې متأسفانه غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي چې دغه ډول استفاده دوام وکړي. په افغانستان کې د القاعدې اړوند هيڅوک شتون نه لري او نه هم اسلامي امارت چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا په ضد استفاده وکړي".
د ملګرو ملتونو امنیت شورا رپوټ وایي د ټي ټي پي ځینې مشران او د هغوی کورنۍ په منظمه توګه له افغان طالبانو مرستې تر لاسه کوي او دعوه کوي چې په ټي ټي پي کې د افغان طالبانو شاملېدل پرله پسې زیاتېږي او په پاکستان کې یې د څو بریدونو ملاتړ هم په افغانستان کې دننه شوی دی.
په رپوټ کې راغلي چې القاعده او د هند په وچه کې د دې ډلې مشرانو هڅه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو ته روزنه، نظریاتي لارښوونې او مرستې برابرې کړي او په پاکستان کې ورسره په وسلوالو بریونو کې مرسته وکړي.
پاکستان هم له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې پرله پسې تورونه پورې کوي چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې لوی بریدونه پلانوي، خو د طالبانو حکومت یې تل دا تورونه رد کړي او دعوه کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې فعالیت نه کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی خو وایي د امنیت شورا ځینې غړي هېوادونه "خپله کینه" پالي او د افغانستان په اړه "افواهات" خپروي، وایي کوم هېوادونه چې له دوی سره ښې اړیکې لري باید اجازه ور نه کړي چې د ملګرو ملتونو پرېکړې د څو هېوادونو د سیاسي اهدافو پر محور وڅرخېږي:
"د امنیت شورا راپورونه له هغو منابعو سرچینه اخلي چې د افغانستان له آزادۍ، ابادۍ او امنیت سره حساسیت لري، هيله کېږي چې د ملګروملتونو امنیت شورا پرېنږدي راپورونه يې د سياسي او اقتصادي منفعت طلبو د اهدافو ښکار شي".
د امنیت شورا رپوټ وایي په افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیتونو د کمولو لپاره د طالبانو هڅې د دغو دوو ډلو تر منځ د ځینو اختلافاتو سبب شوې دي.
امنیت شورا وایي د القاعده شبکې تقریباً لس مهم مشران په افغانستان کې دي، چې وایي له طالبانو سره تاریخي اړیکې لري، خو وایي دغه کسان د سترو بریدونو د پلانولو او ترسره کولو توان نه لري.
له امریکا سره د 2020م کال د فرورۍ پر 29مه طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او په افغانستان کې به د هغوی د فعالیتونو مخه نیسي، خو امریکا او ځینې نور هېوادونه پرله پسې پر طالبانو د دې تړون د سرغړونې تورونه پورې کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په رپوټ کې ویل شوي چې د طالبانو د فشار له امله د داعش خراسان بریدونه کم شوي خو وایي داعش لا هم د افغانستان او سیمې لپاره یو خطر دی، چې په افغانستان کې یې هدفونه شیعه مسلمانان، طالبان او ملکي وګړي دي.
که څه هم طالبان تل وایي چې داعش په افغانستان کې خپل مستقل مرکزونه نه لري او نه یې خطر زیات دی، خو دې ډلې د طالبانو په واکمنۍ کې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د ډېرو داسې خونړیو بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي، چې په لسګونو شیعه مسلمانان پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي په افغانستان کې د داعش د ځپلو په اړه د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلاف دی، وایي داعش خراسان د هغو طالب جنګیالیو د ګومارلو تګلاره غوره کړې چې له طالبانو ناهیلي شوي او وایي داعش بهرنیو جنګیالي هم ورسره ملګري کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپوټ وایي له القاعده او داعش سره سره نورې وسلوالې ډلې لکه د ترکستان اسلامي غورځنګ، د اوزبکستان اسلامي غورځنګ، د اسلامي جهاد اتحاد او انصارالله ډلې هم په افغانستان کې فعالې دي او طالبان په دوی کې له ځینو ډلو سره مالي مرستې هم کوي.
Forum