لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 ملګرو ملتونو د جینکو سکولونه په ورتګ د طالبانو په بابندۍ تشویش څرګند کړی 


د طالبانو د فېصلې په ضد افغان مېرمنو احتجاجونه هم کړي دي

د ملګرو ملتونو امینتي شورا یا سېکیورټي کاونسل د طالبانو په دې فېصله تشویش څرګند کړی چې جینکۍ یې سکولونو ته د ورتګ نه منع کړي دي او ویلي یې دي چې طالبان د جینکو سکولونه باید زر تر زره خلاص کړي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه امنیتي شورا د اتوار، يکشنبې، په ورځ‌ په یو بیان کې وویل د شورا غړي ملکونه د جینکو په شمول د ټولو افغانانو د تعلیم د حق ملاتړ کوي.

د رپورټ ترمخه تېره هفته طالبان د خپل هغه اعلان نه په شا شول چې د جینکو سکولونه به د افغانستان د نوي تعلیمي کال شروع کېدو سره سم خلاص کړی شي. طالبانو اعلان وکړو چې ترڅو جینکو د سکولو په اړه د شریعت سره سم انتظام نه وي شوی د جینکو سکولونه به تړل شوي وي.

د طالبانو د دغې فېصلې وروسته امریکې په دوحه کې د طالبانو سره خبرې وځنډولې. امریکايي مامورینو د جمعې په ورځ ویلي وو چې په دغو مذاکراتو کې د اقتصاد په شان په اهم مسلو بحث کېدونکی و.

د رویټرز ترمخه د ملګرو ملتونو امنیتي شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي مېرمن ډېبرا لاینس نه غوښتلي چې د جینکو د تعلیم په موضوع دې اړونده افغان مامورینو او نورو ښکیلو فریقېنو سره دې رابطې وکړي او په دې لړ کې د پرمختګ نه دې شورا خبر کړي.


XS
SM
MD
LG