لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د څلورو طالب مشرانو سفري بنديزونه ختم کړي


د طالبانو په دې مشرانو د سفري بندېزونو اعلاميه په داسې وخت کې جاري شوې چې امریکا ته په ترهګرۍ کې مطلوب، سراج الدين حقاني دا اوونۍ د متحده عرب اماراتو سفر کړی او هلته یې د متحده عرب اماراتو د مشرانو سره ليدلي وو
د طالبانو په دې مشرانو د سفري بندېزونو اعلاميه په داسې وخت کې جاري شوې چې امریکا ته په ترهګرۍ کې مطلوب، سراج الدين حقاني دا اوونۍ د متحده عرب اماراتو سفر کړی او هلته یې د متحده عرب اماراتو د مشرانو سره ليدلي وو

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا (سلامتي کونسل) په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د عبوري حکومت په څلورو مشرانو سفري بنديزونه لرې کړي دي.

د امنيتي شورا په لنډه اعلاميه کې ویل شوي، د افغانستان د عبوري انتظاميې د لوړ پوړ چارواکو سراج الدين جلال الدين حقاني، عبدالکبير جان، عبدالحق واثق او نور محمد ثاقب د سفري بنديزونو لرې کولو منظوري ورکړل شوې ده.

په اګست 2021م کې په افغانستان کې په واک کې د راتلو وروسته، سراج الدين حقاني د طالبانو د کورنيو چارو وزير، عبدالکبير محمد جان د سياسي چارو، عبدالحق واثق د استخباراتو مشر او محمد ثاقت د مذهبي امورو او حج وزیر ټاکل شوی وو.

د طالبانو په دې مشرانو د سفري بندېزونو اعلاميه په داسې وخت کې جاري شوې چې امریکا ته په ترهګرۍ کې مطلوب، سراج الدين حقاني دا اوونۍ د متحده عرب اماراتو سفر کړی او هلته یې د متحده عرب اماراتو د مشرانو سره ليدلي وو. او عبدالحق واثق هم د متحده عرب اماراتو سفر کړی او د خليجي هيوادونو د مشرانو سره یې ليده کاته شوي وو.

ويل شوي، حقاني او پلاوي يې په ابوظهبي کې د متحده عرب اماراتو د صدر محمد بن زايد النهيان سره ليدلي، د افغان بنديانو د خوشي کولو او افغانانو ته د متحده عرب اماراتو د ويزو ورکولو کې د اسانتياو په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې وې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ویلي، د طالبانو د استخباراتو د محکمې مشر عبدالحق واثق هم د حقاني سره په پلاوي کې مل وو.

د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته دا د سراج الدين حقاني لومړی بهرنی سفر وو.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ( د انصاف لپاره انعام يا د ريوارډ فار جسټس) پروګرام، چې مقصد یې د ترهګرۍ ضد جګړه ده، د حقاني په اړه د اطلاع په ورکولو يو کروړ ډالره انعام وړاندې کوي چې په نتيجه کې یې هغه ونيول شي.

د امریکې لخوا د حقاني د متحده عرب اماراتو د سفر په اړه سمدستي کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

عبدالحق واثق د حقاني نېټ ورک اوسنی مشر په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو وزير دی، په کال 2009م کې یې يو امريکايي پوځي بوبرګډال هغه وخت نيولی چې هغه د خپلې څوکۍ نه بهر وتلی وو.

ياد نېټ ورک په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو باندې ځانمرګي بریدونه، په سړکونو بم چاودنې او حملې خواوشا د دوو لسيزو پورې جاري ساتلي د کومې پورې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وو.

واثق د څلورو کلونو پورې د امریکا په پوځي ګوانتاناموبی کې د نظر بندۍ په مرکز کې بندي وو، بيا هغه د څلورو نورو طالبانو سره په کال 2014م کې د امریکايي پوځي بوبرګډال د خوشي کولو په بدل کې پرېښودل شوي وو.

د امریکې د اېف بي آی د انتهايي مطلوبو کسانو په فهرست کې د حقاني پېژندګلو د يو داسې خصوصي نړيوال ترهګر په توګه شوې چې هغه د القاعده سره ژورې اړيکې دي.

حقاني په کابل کې د بهرنيو سفارتکارو سره ليده کاته کوي او په ښکاره ويناګانې کوي. سيمه ييزه سفارتکار وايي د کورنيو چارو وزير د ليدنو دپاره په پټه راځي، او د امریکا د ډرون حملې له ويرې د اوسېدو ځایونه بدلوي رابدلوي.

حقاني په 2022م کال کې د سي اېن اېن ټي وي په يو پروګرام کې ويلي وو، غواړي چې په راتلونکې کې د امریکې سره ښې اړيکې ولري.

د امنیتي شورا په اعلاميه کې ويل شوي، طالب چارواکي به سعودي عرب ته حج له ځي او د سعودي عرب د سفر دپاره په هغوی سفري بنديزونه ختم کړل شوي دي.

(خبر د وي او اې اردو په مننه)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG