لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د داعش او طالبانو په وړاندې افغانانو ته د ډرون روزنه ورکړې


د افغان ځواکونو لخوا د ډرون بریدونه وروسته له هاغې پیل شول کله د ولسمشر ډانلډ ټرمپ افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو د لیږلو پریکړه وکړه
د افغان ځواکونو لخوا د ډرون بریدونه وروسته له هاغې پیل شول کله د ولسمشر ډانلډ ټرمپ افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو د لیږلو پریکړه وکړه

په افغانستان کې د امریکا سمندري ځواکونه د لومړي ځل لپاره افغانانو ته د داعش او طالبانو پرضد د ډرون د بریدونو روزنه ورکړې.

د نیوزویک د راپور له مخې افغان سرتیرو پدې وروستیو کې د ډرون په کارولو سره د مخالفینو اهداف موندلی او په نښه کړیدي.

د امریکا د سمندري ځواکونو یوې ویاندې ویلي دي چې دا لومړی ځل و چې افغان سرتیرو په خپلو هوايي بریدونو کې د دوښمن خوځنده اهداف په نښه کړل.

خبر زیاتوي، افغان حکومت د ډرون د بریدونو په برخه کې اوس په ایتلافي ځواکونو باندې خپله تکیه راکمه کړېده.

د افغان ځواکونو لخوا د ډرون بریدونه وروسته له هاغې پیل شول کله د ولسمشر ډانلډ ټرمپ افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو د لیږلو پریکړه وکړه.

پنټګان په نومبر کې اعلان وکړ چې دا مهال په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ امریکايي پوځیان دېره دي چې دا د هغې شمېرې تقریبا دوه چنده ده کومه چې واک ته د ټرمپ د رسېدو په پیل کې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG