د افغانستان دپاره د امریکې خصوصي استازي تامس وېسټ په افغانستان د خبرو دپاره د ګل، دوشنبې، په ورځ د یورپي ملکونو سفر شروع کړو.
د وي او ای د رپورټ ترمخه ښاغلي وېسټ د یورپ او د ځینو اېشیايي ملکونو دغه سفر په داسې وخت شروع کړی چې په افغانسان کې 23 مېلین خلک د لوږې د خطر سره مخامخ دي.
د يورپ د سفر په لومړي پړاو به تامس وېسټ په برسلز کې د اتحادي ملکونو سره د افغانستان په لړ کې د اینده تګلارې په موضوع خبرې کوي.
د سفر نه وړاندې ښاغلي وېسټ په خپل ټوېټر پېغام کې وویل د امریکې مفادات د وړاندې بوتللو او د افغانانو د ملاتړ لارې چارې به لټوي.
هغه وویل که چېرې نړیواله ټولنه غواړي چې موثره ثابته شي نو پکار ده چې د افغانستان په اړه په یو والي ګامونه واخلي.
د وي او ای رپورټ وايي ملګرو ملتونو خبرداری کړی که چېرې نړیواله ټولنه په وخت مرسته ونکړي نو د افغانستان د 40 مېلین ابادۍ د نیمايي نه زیاته برخه د لوږې سره مخامخ کېدلی شي.
د ملګرو ملتون د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرېم د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د خشاک، خوراک او د سری نرخونه په زیاتېدو دي چې په افغانستان کې رامنځته کېدونکی بحران زیاتوي.
د وي او ای رپورټ وايي د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا او طالبانو د واکمنېدو نه پس افغانستان د اقتصادي کړکیچ سره مخامخ شوی دی او د کلونو راهسې جنګونو او د وچکالۍ په نتیجه کې بشري امداد ته د ملک ضرورت غېر معمولي کچې ته رسېدلی دی.
د انساني حقونو په اړه د تشویش په بنیاد نړیوالې ټولنې لا طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي.
نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی او د انساني حقونو فعالان وايي داسې ښکاري چې د مېرمنو او د بشري حقونو په برخه کې چې کوم پرمختګ په تېرو شلو کلونو کې شوی طالبان یې بېرته اخیستل غواړي.
د وي او ای رپورټ وايي طالبانو د نه تسلیمېدو له امله نړیوالې ټولنې افغانستان سره د مېلینونو ډالرو امداد ځنډولی دی او امریکې د افغانستان د 10 بېلین ډالرو مالیت اثاثو ته د طالبانو لاس رسايي ودرولي ده.
د رپورټ ترمخه، د بندیزونو له امله طالبان نه خو کارکوونکو ته معاشونه ورکولی شي او نه د بنیادي ضرورت شیان د بهر نه اخیستلی شي.
د وي او ای رپورټ وايي څېړونکي وايي واشنګټن د افغانستان په لړ کې ډیرې لارې نه لري، یا خو په د طالبانو سره کار کوي چې مطلب به یې دا وي چې د هغه چا سره به معامله کوي چې د انساني حقونو په خلاف ورزیو کې لاس لري او یا به په افغانستان کې د زیاتېدونکي کړکېچ د لرې نه ننداره کوي او ویني به چې د تېرو شلو کلونو پرمختګ په شا شو.
د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون د سي اېن اېن ټېلې وژن سره د اتوار، يکشنبې، په ورځ نشر شوي مرکه کې وویل تر اوسه پورې افغانستان سره د بل هر هېواد نه زیاته مرسته امریکې کړې ده او یوازې سږ کال یې افغانستان ته د نیم بېلین ډالرو نه زیات مالي امداد ورکړی دی.
جېک سولېون افغانانو سره د امدادي ادارو دلارې د مرستې دفاع وکړه او ویې وېل په موجوده وخت کې امریکا طالبانو ته نېغ په نېغه پېسې نشي ورکولی.
هغه وویل د امدادي ادارو دلارې مرسته بهترینه طریقه ده ځکه چې امریکا نه غواړي چې طالبانو ته ورکړی شوي پېسې د امریکې د قامي مفاداتو په ضد استعمال شي.
جېک سولېون وویل امریکا غواړي چې د ټول شموله حکومت ترڅنګ په نورو برخو کې پرمختګ وشي. هغه وویل امریکا به افغانستان سره د امدادي ادارو دلارې مرسته دوامداره ساتي او نړیواله ټولنه به هم په دې لړ کې متحرک کوي.
یه عین حال کې طالبانو د اتوار، يکشنبې، په ورځ 43 لوړ رتبه چارواکي وګمارل چې پکې د ولایتونو ګورنران یا والیان او د پولیس مشران شامل دي.
د ټول شمولیت په لړ کې طالبانو په خپلې واکمنۍ د نړیوالې ټولنې تنقید رد کړی دی او وايي د مېرمنو ترڅنګ د اقیلتونو د حقونو تحفظ به کوي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه طالبانو په نړیواله ټولنه غږ کړی چې دوی دې په رسمیت وپیژني او مرستې دې ورسره وکړي.