لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي استازي د طالبانو مخالف افغان سیاسي فعالانو سره په ترکي کې ملاقاتونه کړي دي


 ټامس وېسټ په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي د دوو ورځو په ملاقاتونو کې يې د خبريالانو، بينکرز، بشري حقونو فعالانو، پخواني ګورنرانو، د پخواني پارلمان غړو، قانون پوهانو، د پخواني حکومت چارواکو او وزيرانو سره په تفصيل خبرې کړي
ټامس وېسټ په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي د دوو ورځو په ملاقاتونو کې يې د خبريالانو، بينکرز، بشري حقونو فعالانو، پخواني ګورنرانو، د پخواني پارلمان غړو، قانون پوهانو، د پخواني حکومت چارواکو او وزيرانو سره په تفصيل خبرې کړي

د افغانستان د پاره د امريکا خصوصي استازي ټامس وېسټ په ترکي کې د هغو افغانانو مشرانو او سياسي خلکو سره ليدل کړي چې غواړي د افغانستان د روانې شخړې حل دې د نور جنګ نه بلکې د خبرو اترو د لارې وشي.

ټامس وېسټ په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي د دوو ورځو په ملاقاتونو کې يې د خبريالانو، بينکرز، بشري حقونو فعالانو، پخواني ګورنرانو، د پخواني پارلمان غړو، قانون پوهانو، د پخواني حکومت چارواکو او وزيرانو سره په تفصيل خبرې کړي او دا نتيجه يې ترې اخستلې چې ټول متفق دي جنګ د افغانستان د شخړې حل نه دی او غواړي سياسي هلې ځلې دې وشي.

هغه ليکلي “خو افغانان غصه دي چې هيڅ سياسي هلې ځلې نشته. ډېرې خبرې د افغانستان په راتلونکي وشوې او دا يواځې په تېر 20 کاله دوره نه بلکې په تېر 44 کاله دوره وې”.

د دې نه وړاندې ښاغلي وېسټ د ازبکستان په سرښار تاشقند کې هم د ډېرو افغانانو سره د افغانستان په روانو حالاتو ملاقاتونه کړي.


‎ بلخوا د افغانستان د ملي مقاومت د عالي شورا په نوم د نوي جوړ شوي ايتلاف سرچینې ريډيو ازادۍ ته ويلي چې ښاغلي وېسټ له دوی سره د لویې جرګې د جوړېدو په اړه خبرې کړي دي.

‎د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا سرچینو ازادي رادیو ته وویل چې په دې کتنه کې، چې د یکشنبې په ورځ په ايستنبول کې وشوه د طالبانو له لوري د یوې لویې جرګې په دایرېدو خبرې وشوې.

البته د لوی جرګې د راغوښتلو او لا په دې د خبرو اترو کېدلو په اړه تامس وېسټ هيڅ څرګندونه نه ده کړې او نه هم افغان طالبانو دې خبرونو ته کوم غبرګون ښکاره کړی.

‎د ولسي جرګې پخواني غړي او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ته نژدې سردارمحمد اوغلو تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د لویې جرګې پرسر چې طالبانو یې د جوړېدو یادونه کړې د ملي مقاومت شورا د غړیو ترمنځ د نظراختلاف و.

‎ده زیاته کړه: "ښاغلي ټام ویست له استازو سره په کابل کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د لویې جرګې مسله مطرح کړې ده او هیله یې کړې چې د دې شورا یعني د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د عالي شورا غړي دې په هغې کې ګډون وکړي”.

‎اوغلو ويلي په دې کتنه کې یو شمېر کسانو د طالبانو په لویه جرګه کې ګډون یومخ رد کړ خو یو شمېر نورو چې ممکن د هغو شمېر به لږ وو لېوالتیا وښوده چې د طالبانو په لویه جرګه کې ګډون وکړي او د دې ترڅنګ د پراخ بنسټه قومي حکومت په نوم حکومت کې هم برخه ولري.

‎له بلې خوا د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت شورا ته یوه نژدې کس محمد ناطقي ازادي ريډيو ته ویلي چې د دې شورا غړیو په دې ټینګار کړی چې د لویې جرګې تر جوړېدو مخکې دې پر یوه پراخ بنسټه حکومت جوړ جاړی وشي.
‎ښاغلي ناطقي، چې د ملي مقاومت د عالي شوره یوه مشر محمد محقق ته نژدې کس دی پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې له ټام ویست سره په کتنه کې د طالبانو مخالفو سیاستوالو همدا راز غوښتنه کړې چې د خلکو د حقونو او د تېرو شلو کلونو د بریاوو په اړه دې هم موافقه وشي.

‎تېره اوونۍ یو شمېر سیاستوال، چې اکثرو یې د افغانستان د تېرو شلو کلونو په حکومتونو کې لویې چوکۍ لرلې په انقره کې د عبدالرشید دوستم په کور کې راټول شول او د طالبانو پر ضد یې د افغانستان د ملي مقاومت عالي شورا جوړه کړه.
‎دوی د طالبانو حکومت "ظالمانه او غاصبانه" بللی او له هغوی څخه یې غوښتي چې ورسره خبرو اترو ته چمتو شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG