امريکا اؤ افغانستان دطالبانو دپخواني دوهم مشر ملا عبدالغني برادر دپريښودو په اړه دپاکستان دفيصلې هرکلى کړى دى.
تيره ورځ دپاکستان دوزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ په اړه صلاح کار سرتاج عزيز ميډيا سره خبرو کې وئيلي وؤ چې” مونږ دملا عبدالغني برادر پشمول افغان طالبان دافغان حکومت اؤ امنيتي شورا په غوښتنه افغان امن عمل کې داسانۍ ورکولو لپاره خوشې کوؤ“
دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي جيمز ډوبنز واشنگټن کې اټلانټک کونسل کې دوينا په مهال دپاکستان دنوي وزيراعظم ميا محمد نواز شريف لخوا افغانستان کې دجوړجاړي دعمل دملاتړ کولو اؤ صدر حامد کرزي سره دگټورو خبرو اترو دهڅو ستائينه وکړه.
ډوبنز وائي دا يو حقيقي خواهش ښکاري.
ښاغلي ډوبنز دافغانستان دجوړجاړي دعمل پرمخ بوتللو په غرض داسلام اباد دهاغه فيصلې هرکلى وکړو چې وئيلي يې وؤ ملا عبدالغني برادر به خوشې کوي.
جيمز ډوبنز په ٢٠١٤م کې افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو وروستو پاکستان سره دگټورو اړيکو ددوامداره ساتلو په اړه امريکائي ژمنه تکرار کړه.
هغه وويل چې امريکا په يو ازاد افغانستان اؤ پاکستان سره په گڼ اړخيزه اړيکو کې دلچسپي لري.
امريکائي استازي دا تاثر رد کړو چې گنې واشنگټن به په راتلونکي کال کې افغانستان څخه را اوځي اؤ وې وئيل چې دواړه هيوادونه غواړي ( افغانستان کې) يو وړوکى ځواک وساتي.
بلخوا دافغانستان حکومت هم دملا عبدالغني برادر دخوشې کولو په اړه دپاکستان دفيصلې هرکلى کړى.
دافغانستان دامنيتي شورا دبهرنو اړيکو په اړه صلاح کار محمد اسماعيل قسيم يار ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې پاکستان ته برادر دافغانستان دحکومت اؤ امنيتي شورا په مرستې سره خوشې کول پکار دي.
که هر څو دافغانستان دامنيتي شورا مشر صلاح الدين رباني اؤ وياند ملا صاحبزاده شاهد دملا برادر دپريښودو په اړه دپاکستان په فيصله داطمينان څرگندونه کړې اؤ هيله کوي چې ددغه گام سره به دجوړجاړي عمل ته گټه ورسيږي.
خو دامنيتي شورا ځينې غړي اؤ افغان چارواکي بيا غوښتنه کوي چې بايد دهغه اته پته دې معلومه وي ترڅو دکابل حکومت هغه سره په اسانه تماس ټينگ کړل شي
دسرچينو وائي کابل کې چارواکي خواهش لري چې بايد ملا عبدالغني برادر سعودي عرب يا ترکي ته وليږل شي ، ترڅو دهغه اته پته معلومه وي اؤ ورسره په اسانه تماس ټينگ کړل شي.