لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: پینټگان په افغان امنیتي ځواکونو کې د جنسي تېریو د ازادو تحقیقاتو مخه نیوله


د امریکې د دفاع وزارت یا پنټگان په یو وخت کې دا کوښښ کړی و چې د افغان پوځ او پولیس مامورینو په ماشومانو د جنسي تیریو د ازادو تحقیقاتو مخه ونیسي او ددې پرځای داسې کتنه وړاندې کړي چې د سرغړونو نوعیت پکې ډیر زیات سنگین نه لیدل کیږي. دا خبر د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپانې د سنیټر پېټرک لی هي د یو مرستیال په حواله رپورټ کړی دی.

د نومبر د میاشت په ١٦ نېټه جاري شوي رپورټ کې د دفاع وزارت د انسپکټر جنرل یا د څارنوال د فتر په خپل رپورټ کې وویل په افغانستان کې میشته امریکايي عسکرو ته د جنسي تورونو په رنگ جرمونو په مناسب ډول افسرانو ته د اطلاع ورکولو تربیه نه وه ورکړی شوي.

خو د واشنگټن پوسټ رپورټ وايي د دفاع وزارت د تحقېقاتو ترڅنگ د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکې خصوصي مسؤل یا سیگار په دې لړ کې خپل رپورټ کې دا مسله ډیره سنگینه ښودلې ده.

خبر وايي د سیگار دغه رپورټ په راز کې ساتل شوی دی ددې باوجود چې د کال ٢٠١٥ راهسې د کانگرس ٩٣ غړو د رپورټ غوښتنه کړې ده.

ټم ریزر د سنیټر پېټرک لی هي معاون دی، وايي کله چې سیگار نه په دې اړه د تحقېقات غوښتنه وشوه نو پینټگان یې "مزاهمت" وکړو. سنیټر لی هي د سنیټ د وسایلو د ویش دپاره د کمیټۍ نایب مشر دی. د سنېټر لی هي په نوم د امریکې یو قانون وجود لري چې ترمخه د انساني حقونو په سنگینه خلاف ورزۍ د خارجي پوځي دستو امداد ودرول کیدی شي.

واشنگټن پوسټ وايي دا نه ده معلومه چې په دفاع وزارت کې په کومه کچه د سیگار د مداخلت مزاحمت شوی و او د دفاع وزیر د ترجمان دفتر په دې اړه د قامي رخصتۍ او په دې لړ کې د زیات تحقېق په بنیاد د څه ویلو نه ډډه وکړه.

واشنگټن پوسټ وايي په افغان امنیتي ادارو کې د کم عمره هلکانو د خدمت گارانو په توگه د برتي کیدل او په بعضو وختونو کې ددغه هلکانو د جنسي فعلونو دپاره استعمالیدل عامه خبره ده. رپورټ وايي په افغان ثقافت کې د بچه بازۍ یا په ودونو کې د هلکانو د جینکو په جامه کې گډول عامه خبره ده، طالبانو په دې بندیز لگولی و په کال ٢٠٠١ کې په افغانستان کې د امریکايي عملیاتو ورسته دا کار بیا راژوندی شوی دی.

واشنگټن پوسټ وايي امریکايي ځواکونو د ډیر وخت راهسې په افغان ځواکونو کې دغه مسله لیدلي او په دې اړه یې رپورټونه وړاندې کړې دي خو په کره توگه دا نه معلومه چې دا څومره ژوره ده. رپورټ وايي د کال ٢٠١٠ او د کال ٢٠١٦ پورې ١٦ داسې شکایات ترلاسه شوي وو خو حقېقي شمیره نه معلومه ځکه چې په دې لړ کې کره طریقه کار نه دی پرځای کړی شوی.

XS
SM
MD
LG