لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال مېکېنزي: په افغانستان کې وسله وسله والو خلاف هوايي بریدونه به امریکې د ممکنه خطر په وخت کېږي


له وایس آف امریکا سره یوې ځانګړې مرکې کې نوموړې وویل په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هوایي بریدونه به محدودو وي او هغه وخت به ترسره کېږي کله چې په امریکا یا ایتیلافیانو باندې د برید له منصوبو خبر شي
له وایس آف امریکا سره یوې ځانګړې مرکې کې نوموړې وویل په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هوایي بریدونه به محدودو وي او هغه وخت به ترسره کېږي کله چې په امریکا یا ایتیلافیانو باندې د برید له منصوبو خبر شي

په منځنې ختیځ کې د امریکا د مرکزي کومندې مشر جنرال فرېنک مېکېنزي ویلې امریکا داسې پلان نه جوړوي چې له افغانستان څخه د بشپړه وتلو وروسته له افغان ځواکونو سره په هوایي بریدونو کې مرسته وکړي.

له وایس آف امریکا سره یوې ځانګړې مرکې کې نوموړې وویل په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هوایي بریدونه به محدودو وي او هغه وخت به ترسره کېږي کله چې په امریکا یا ایتیلافیانو باندې د برید له منصوبو خبر شي.

ښاغلې مېکنزي وویل “له افغانستان څخه د وتلو ورسته که موږ خبر شو چې څوک په امریکا یا ایتیلافیانو باندې برید کول غواړې نو موږ به هوایي حمله ورباندې کوو او دا به هلته زموږ د هر هوایي برید جواز وي”.

د نوموړې جنرال له څرګندونو څخه د نیویارک ټایمز د هغه رپورټ ردونه کېږي چې وایي پېنټګان د کابل یا کوم بل غټ ښار د طالبانو لاس ته د لوېدو د خطر په وخت له افغان ځواکونو سره د مرستې لپاره د هوایي بریدونو اجازه غوښتلو باندې غور کوي.

کله چې د امریکا صدر جوبایډن واک تر لاسه کړ هغه له افغانستان څخه د ځواکونو د بشپړه ایستلو امر وکړ او په یمن کې یې د ایران پلوه حوثي یاغیانو په ضد له سعودي عربستان سره پوځي مرستي راکمې کړې.

جنرال مېکېنزي وویل له افغانستان څخه وتل یوه غټ پرمختګ دی چې نه یوازې یې د هغه د کومندې بلکې د امریکا د ټرانسپورټېشن وسایل یې تر فشار لاندي کړي وو چې د امریکا پوځیان او سامان الات د نړۍ بېلا بېل ځایونو ته رسوي.

ښاغلې مېکېنزي زیاته کړه په دغه وسایلو به فشار دوام ولري پدې چې د امریکا الوتکي به له خپلو مرکزونو څخه د استخباراتې مالوماتو راغونډولو او څارنې لپاره په زرهاو کلومیتره لیرې ځي چې په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد فشار جاري وساتي.

په امریکا کې کارپوهان او پخوانيو کوماندانانو له افغانستان څخه د امریکا له وتلو ورسته د هغه هېواد د خوندیتوب په اړه د تفصیلي مالوماتو د نېشتوالي په اړه اندېښنې څرګنده کړې وې خو جنرال مېکېنزي وویل پلانونه خورا ښه پر مخ تللي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG