لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: لوړ رتبه امریکايي کمانډر وايي ایران په افغانستان کې مداخلت زیات کړی


کله چې د جنرل مېکېنزي نه پوښتنه وشوه چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ خواهش لري چې په افغانستان کې دې د امریکايي ځواکونو شمیره ٨٦٠٠ ته را کمه کړی شي، نو هغه وویل تر اوسه ورته د ځواکونو د ستنولو په اړه رسمي امر نه دی ورکړی شوی
کله چې د جنرل مېکېنزي نه پوښتنه وشوه چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ خواهش لري چې په افغانستان کې دې د امریکايي ځواکونو شمیره ٨٦٠٠ ته را کمه کړی شي، نو هغه وویل تر اوسه ورته د ځواکونو د ستنولو په اړه رسمي امر نه دی ورکړی شوی

په افغانستان کې ایران هلې ځلې زیاتې کړي دي چې له امله یې په هېواد کې میشته امریکايي او اتحادي ځواکونو ته خطرات زیات شوي دي. دا خبره د منځني ختیځ دپاره د امریکايي عسکرو کمانډر کړې ده.

په افغانستان کې د خطر دغه خبره په داسې حال شوي چې اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي په پراخه کچه په منځني ختیځ کې هم د ایران دلاسه خطراتو کې اضافه شوي ده.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري په خپل رپورټ کې وویل د امریکې د مېرین ځواکونو جنرل فرېنک مېکېنزي دا هفته د افغانستان غیر اعلانیه دوره وکړه او د هغه سره په سفر تللي خبریالانو ته یې وویل په افغانستان کې د ایران مداخلت د "تشویش وړ" رجحان دی.

جنرل مېکېنزي وویل ایران د همیشه راهسې په افغانستان کې لږه ډیره لاس وهنه کړې ده خو "دوی یوه موقع ویني چې د خپلو دریمگړو دلارې مونږ او زمونږ اتحادیانو پسې ولگي."

جنرل مېکېنزي په افغانستان کې د ایران د مداخلت دغه خبره په داسې مهال کړې ده چې د امریکې او ایران ترمنځ تاوریخوالی زیات شوی دی.

دا میاشت ایران د القدس ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني په عراق کې د امریکې په ډرون حمله کې ووژل شو. د دې په ځواب کې ایران په عراق کې د امریکې په دوو پوځي اډو مزایلې وویشتلې.

ای پي خبري اداره وايي ایران د ډیر وخت راهسې په افغانستان کې د شیعه ډلو پوځي مرسته کوي او کله راهسې چې په شام کې جگړه شروع شوي، ایران د سیمې څخه شیعه وسله د شام صدر بشارالسد په دفاع کې د جنگېدو دپاره شام ته لېږلې دي. خو په داسې مهال چې په شام کې جنگ کم شوی او هلته تلونکي د زرگونو په شمېره کې وسله وال بېرته ستانه شوي افغان مامورین وايي ایران اوس هم د دغو ملېشو مرسته کوي چې له امله یې حکومت، عسکرو او عام ولس ته خطرات راولاړېږي.

امریکايي جنر مېکېنزي د جمعې په ورځ د افغانستان درې ورځنی سفر سر ته د رسولو په موقع وویل د افغان حکومت سره یې په شریکه په صورتحال نظر ساتلی دی او د مسلو راپورته کېدو مخنیوی به کوي.

په عین حال کې د په افغانستان کې د طالبانو خلاف د اتحادي ځواکونو کمپاین هم دوام لري او امریکا او طالبانو د یو بل سره د سولې خبرې هم کوي. د مذاکراتو هدف په تشدد کې کمی راوستل دي چې دا رنگ د فریقېنو ترمنځ امن معاهدې او بالاخر په یوه شمېره کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د انخلا دپاره حالات برابر شي.

د طالبانو مذاکراتو کې د امریکايي پلواي مشري په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمي خلیلزاد کوي چې د جمعې په ورځ یې په پاکستان کې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي او د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره ولېدل او د افغانستان په موضوع یې ورسره خبرې وکړي.

ای پي وايي که یو خوا د طالبانو سره د خبرو لړې روانه ده نو بلخوا د طالبانو سره جنگ هم دوام لري. ای پي وايي د نورو کلونو پرته امریکې تیره کال د طآلبانو او داعش وسله والو خلاف تر ټولو زیات گوله بارود استعمال کړو.

د طالبانو سره د خبرو په لړ کې جنرل مېکېنزي ای پي ته په یوه مرکه کې وویل به طالبانو به فشار اچوي چې د مذاکراتو میز ته راشي او که چېرې طالبانو خبرو ته نه کښېني نو په دوې "به سخت گزارونو دوام ولري."

جنرل مېکېنزي په کال ٢٠٠۴ کې په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده، وویل په هغه وخت کې د امن څه امکان نه و خو اوس که چېرې طالبان مناسب تجویزونه راوړي نو سیاسي جوړ جاړی ممکن دی. امریکايي جرنېل زیاته کړه که چېرې د افغانستان په جگړه کې ښکېل فریقین د یو بل خبرو ته غوږ کښېدي او د موقع نه گټه پورته کړي نو حالات بدلېدلی شي.

کله چې د جنرل مېکېنزي نه پوښتنه وشوه چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ خواهش لري چې په افغانستان کې دې د امریکايي ځواکونو شمیره ٨٦٠٠ ته را کمه کړی شي، نو هغه وویل تر اوسه ورته د ځواکونو د ستنولو په اړه رسمي امر نه دی ورکړی شوی. هغه په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه چی ایا د ځواکونو انخلا دې خبرې ته اړتیا لري چې طالبان په مذاکراتو کې څه ډول اسانتیاوې وړاندې کوي.

هغه وویل د افغان امنیتي ځواکون صلاحیتونه بهتر شوي دي.

ای پي وايي د امریکې یو هدف دا هم دی چې افغان ځواکونه د دې جوگه شي چې د امریکايي عسکرو د وتلو وروسته د هېواد د امنیت ذمه وارۍ سر ته رسولی شي. خو ای پي وايي د تېرې لسېزي راهسې په افغان حکومت کې د اداري فساد، مناسب نظام د نشتوالي او د دوامداره تشدد له امله دغه کوښښونه د خنډانو سره مخامخ شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG