لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد افغان مامورینو سره د بېن الافغاني مذاکراتو په موضوع خبرې وکړې


کابل ته د تګ نه وړاندې زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره ولیدل او په افغانستان کې د امن به بهیر یې ورسره خبرې وکړې
کابل ته د تګ نه وړاندې زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره ولیدل او په افغانستان کې د امن به بهیر یې ورسره خبرې وکړې

په افغانستان کې امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد افغان صدر اشرف غني، د سولي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او پخواني صدر حامد کرزي سره د بین الافغاني مذاکراتو، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې او د بېن الافغاني مذاکراتو دپاره د سیمه ایز او نړیوال ملاتړ په موضوعاتو خبرې وکړي.

په کابل کې د امریکې سفارتخانې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل "زلمي خليل زاد د بین الافغانی مذاکراتو لپاره د عملي ګامونو په اړه چې د متحده ایالاتو دیپلوماتیکو هڅو د کلیدي اهدافو څخه ګڼل کېږی، خبرې وکړې."

امریکايي سفارت وویل د زلمي خلیلزاد " د بندیانو خوشې کیدو پر اهمیت او د هر هغه اقدام د مخنیوي لپاره چې کولی شې د سولې پروسه وځنډوی، ټینګار وکړ. د ناستې په بهیر کې ، زلمي خلیلزاد د بین الافغانی مذاکراتو څخه د سیمه ایزو او نړیوالو هڅو او ملاتړ په هکله ، نوي معلومات شریک کړل."

کابل ته د تګ نه وړاندې زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره ولیدل او په افغانستان کې د امن به بهیر یې ورسره خبرې وکړې.

او د اتوار، يکشنبې، په ورځ د پاکستان د پوځ مشر هم کابل ته سفر وکړو.

اسلام اباد او بیا کابل ته د رسېدو نه وړاندې زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملاعبدالغي بردار او نورو طالب استازو سره ولیدل.

په قطر کې د طالبانو دفتر ترجمان سهیل شاهین د زلمي خلیلزاد سره د اتوار، يکشنبې، په ورځ شویو خبرو په اړه وویل په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل سکاټ مېلر او د قطر خارجه وزیر مطلق لاقحطاني هم برخه واخیسته.

سهیل شاهین د ټوېټر دلارې وویل د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ کې د طالبانو او امریکايي پلاوو "د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پېل په باره کې خبرې وکړې. "

د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو د امن معاهدې دلاندې به افغان حکومت او طالبان د یو بل بندیوان ازادوي او د دې نه پس به بین الافغاني مذاکرات شروع کېږي.

د معاهدې ترمخه افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالب قېدیان او طالبان به د افغان حکومت یو ۱۰۰۰ بندیوان ازادوي. افغان حکومت تر اوسه پورۍ ۲۷۰۰ طالبان قیدیان او طالبانو ۴۶۰ بندیوان ازاد کړي دي.

د وي او ای انګریزۍ څاتګه په خپل رپورټ کې وايي په افغانستان کې په ورستیو ورځو کې جګړه زیاته شوي ده او د طالبانو په حملو کې ګڼ شمېر افغان امنیتي عسکر وژل شوي دي. په ځواب کې افغان حکومت د ترهګرۍ خلاف عملیات تند کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG