لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک ټایمز: خلیلزاد وايي د امن په چوکاټ د طالبانو سره اصولي موافقه شوي


زلمي خلیلزاد د گل، دوشنبې، په ورځ په کابل کې د افغان صدر اشرف غني سره ولیدل
زلمي خلیلزاد د گل، دوشنبې، په ورځ په کابل کې د افغان صدر اشرف غني سره ولیدل

په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خاص استازي زلمی خلیلزاد د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو سره د امن په چوکاټ اصولي موافقه شوې ده خو د دې جزیات لا نور کار ته اړتیا لري.

په کابل کې د نیویارک ټایمز سره مرکه کې ښاغلي خلیلزاد وویل "مونږ د (لوظنامې) د چوکاټ مسوده تیاره کړې ده" خو په معاهده کې د دې د بدلوولو دپاره د نور کار ضرورت دی.

د نیویارک ټایمز ترمخه خلیلزاد وویل "زمونږ د اطمینان سره سم طالبانو دا ژمنه کړې چې هغه ټول ضروري گامونه به اخلي چې افغانستان بیا د نړیوالو ترهگرو ډلو او افرادو دپاره پلېټ فارم" جوړ نشي.

زلمی خلیزاد د تېرې څه مودې راهسې په قطر کې د طالبانو سره د امریکې د مذاکراتو مشري کوي.

هغه د طالبانو سره د ورستیو خبرو وروسته کابل ته رسیدلی دی.

د طالبانو سره د امن په لړ کې افغان صدر اشرف غني بیا خپل دریځ تکرار کړو چې طالبان دې د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

د گل، دوشنبې، په ورځ قوم ته یوه وینا کې افغان صدر وویل طالبان دوه انتخابه لري او هغه دا چې یا دې د افغان ولس سره یوځای شي او یا دې د هغه له قوله د د پردیواهدافو دپلي کیدو وسیله ګرځي.

اشرف غني زیاته کړه دطالبانو لخوا تاوتریخوالی اود جنګ دوام د قوي دولت د جوړیدو مخه نیسي او دا افغانستان دبهرنیو دوښمنانو غوښتنه هم ده "زه په طالبانو غږ کوم چې دپردیو له شومو پلانونو راووځي خپله افغاني اراده تمثل کړي دافغانانو غوښتونو ته لبیک ووايي او له دولت سره جدي مذاکرت پیل کړي."

محمد اشرف غني په داسې حال کې له طالبانوڅخه دمخامخ جدي مذاکراتو دپیلولو غوښتنه وکړه چې دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره دشویوخبرو په اړه معلومات له افغان چارواکو سره شریک کړي دي.

له ارګ په خپاره شوي بیان کې راغلي زلمي خلیلزاد له جمهوررییس محمد اشرف غني سره دلیدنې پرمهال ویلي په قطر کې له طالبانوسره دموقت حکومت په جوړیدو بحث نه دی کړی.

دافغان چارواکو په قول خلیلزاد ویلي دموقت حکومت په موضوع بحث کول یې له صلاحیته پورته ده او یوازې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دمخامخ خبرو اترو د زمینې دبرایدو واک لري.

اشرف غني وویل دسولې بندې دروازې به خلاصوي، سوله ژرغواړي او باتدبیره سوله ځکه مهمه ده چې پخوانی تیروتنې بیا تکرارنه شي "هغه اشتبا چې دشهید داود خان په وخت کې وشوه هغه دا وه چې دسیمې له سیاست څخه حکومت خبرنه و اود همدې بې خبري په نتیجه کې د ثور۷مې فاجعه رامنځته شوه دا تیروتنه بیا رامنځته نه شي."

اشرف غني په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونودموجودگۍ په تړاو وویل چې هیڅ افغان ته دمنلو نه ده چې بهرني پوځیان دي داوږدې مودې لپاره په دې هیواد کې پاتي شي.

طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره د نیغ په نیغه مذاکراتو نه ډډه کړې ده.

نیویارک ټایمز وايي یو طالب مشر ورته د گل، دوشنبې، په ورځ وویل د افغانستان نه د خارجي ځواکونو د انخلا په مسوده موافقه شوې او دا چې طالبانو دا خبره منلي چې کوښښ به کوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد خلاف د ترهگرۍ خلاف استعمال نشی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG