لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد د افغان سفېرې سره په افغانستان کې د امن په اړه خبرې کړي


زلمي خلیلزاد د مېرمن رحماني سره د ملاقات خبر په ټوېټر خپور کړو او وې ویل د افغان سفېرې سره یې د افغانستان د سولې په بهیر کې په اینده گامونو خبرې وکړې
زلمي خلیلزاد د مېرمن رحماني سره د ملاقات خبر په ټوېټر خپور کړو او وې ویل د افغان سفېرې سره یې د افغانستان د سولې په بهیر کې په اینده گامونو خبرې وکړې

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد په واشنگټن کې د افغان سفېرې مېرمن رویا رحماني سره لېدلي او ورسره یې په افغانستان کې د امن په موضوع خبرې کړې دي.

زلمي خلیلزاد د مېرمن رحماني سره د ملاقات خبر په ټوېټر خپور کړو او وې ویل د افغان سفېرې سره یې د افغانستان د سولې په بهیر کې په اینده گامونو خبرې وکړې.

زلمي خلیلزاد د میرمن رحماني سره په داسې حال کې لیدلي دي چې د رویټرز خبري ادارې په یو تازه رپورټ کې وویل امریکايي مامورینو افغان صدر اشرف غني ته ویلي د افغانستان د قامي سلامتیه مشیر حمدالله محب سره به خبرې نه کوي.

رویټرز وویل امریکايي مامورین د حمدالله محب دې وینا قهرجن کړي چې زلمی خلیلزاد د طالبانو سره د سولې په خبرو کې په خپله د افغانستان واک ته د رسېدو هڅه کوي.

زلمی خلیلزاد د تېرې څه مودي راهسې په دوحه، قطر، کې د طالب استازو سره خبرې کوي. د خبرو ورستۍ ناسته تیره هفته وشوه چې دواړ فریقینو پکې د افغانستان نه د خارجی ځواکونو د انخلا او د ترهگرۍ د مخنیوي په اړه د پرمختگ خبره وکړه.

د سفېرې رویا رحماني سره د لیدنې په اړه زلمي خلیلزاد په خپل ټویټ کې د طالبانو سره په مذاکراتو کې د پیچیدگیو

ذکر وکړو خو وې ویل خبرې جاري ساتل پکار دي. زلمي خلیلزاد وویل "مونږ چې په کومه لاره مزل کوو دا نه خو اسانه او نه هم نیغه ده. خو په دې لاره د پاتې کېدو دپاره انتهايي ضروري ده چې مونږ پرې په یوځای مزل وکړو."

زلمي خلیلزاد چې د افغان طالبانو سره د خبرو کوم بهیر پېل کړی افغان حکومت پکې نه دی شامل خو په طالبانو یې غږ کړی چې د افغان حکومت سره دې هم خبرو ته کښېني.

حمدالله محب تېره اوونۍ د واشنګټن په سفر کې په زلمي خليلزاد تور لګولی ؤ چې هغه د افغان دولت قانوني حيثيت اغېزمنوي او طالبانو ته قانوني جواز جوړوي.

امریکا په دغه بيان غبرګون کې حمدالله محب د بهرنیو چارو وزارت ته بللی احتجاج يې ورته کړی او د هغه بيان يې د سفارتي رواياتو ضد ياد کړی ؤ.

رویټرز ویلي د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د سياسي چارو مرستيال ډېوډهېل افغان صدر اشرف غني ته ټيليفون کړی او د حمدالله محب په اړوند يې ورته احتجاج کړی دی.

د خبر ترمخه يو پخواني افغان لوړ پوړي چارواکي ويلي امریکا غواړي چې اشرف غني، حمدالله محب د دغه چوکۍ څخه لرې کړي.

محب په امريکا کې د افغانستان سفير پاتې شوی او تېر کال اشرف غني هغه د ملي امنيت مشر جوړ کړی دی.

Recommended

XS
SM
MD
LG