لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې پوځي مشر طالب استازو سره په افغانستان کې تشدد د کمېدو په ضرورت خبرې کړي


د جنرل مېلي ترجمانې وویل طالب استازو سره د امریکايي پوځي مشر دغه خبرې د امریکې او طالبانو د معاهدې د لاندې د دواړو خواو ترمنځ د پوځې یا نظامي رابطو په چوکاټ کې وشوې

د امریکې پوځي مشر جنرل مارک ای مېلي په قطر کې د طالب استازو په افغانستان کې د تشدد په فوري توګه د کمېدو او د سیاسي جوړ جاړي عمل د ګړندي کوولو په ضرورت خبرې کړي دي.

د جنرل مېلي ترجمانې وویل طالب استازو سره د امریکايي پوځي مشر دغه خبرې د امریکې او طالبانو د معاهدې د لاندې د دواړو خواو ترمنځ د پوځې یا نظامي رابطو په چوکاټ کې وشوې.

جنرل مېلي وویل په افغانستان کې امن به د سیمې په ثبات او د امریکې د مفاداتو په تحفظ کې مرسته وکړي.

د امریکي د پوځ مشر طالب استازو سره د تشدد د کمي په اړه په داسې حال کې خبرې کړي دي چې د طالبانو د قطر سیاسی دفتر یو پلاوی د پاکستان په سفر دی اؤ دې پلاوی سره د پاکستاني مامورینو د خبرو نه پس پاکستان ویلي دی چې په افغانستان کې د اوربندیا جنګ بندۍ ذمه وار ېواځې طالبان نه دي.

بلخوا افغان جمهور ریئس اشرف غنی یو ځل بیا د طالبانو نه د اوربند اؤ امن مذاکرات د افغانستان په خاوره د کوولو غوښتنه کړې ده.

افغان طالبانو وړاندې د افغان حکومت دا غوښتنې رد کړي دي اؤ دا یې امن مذاکرات د خرابولو حڅه بللی ده.
افغان جمهور ریئس ډاکټر اشرف غنی طالبانو ته د اوربند اؤ مذاکراتو وړاندی په کندهار کې ېوې غونډې ته وینا په وخت کړې دې اؤ ویلي یې دي چې طالبان باید د امن مذاکرات افغان حکومت سره په کندهار کې وکړي.

افغان حکومت لخوا د طالبانو نه اوربند غوښتنه داسې حال شوې ده چې افغان طالبانو ېو پلاوی سره ملاقات نه پس د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشی ویلي چې د اوربند ذمه وار یواځې دطالبانو نه بلکې د ټولو فریقېنو ده.

د جدول ترمخه پاکستان ته د افغان طالبانو دغه درې ورځنی سفر په لومړۍ ورځ خارجه وزیر سره د ملاقات نه پس پاکستان دا اعلان هم وکړو چې طالبان به د شلو ورځو د دمې نه پس د جنورې په پنځمه نېټه بیا د افغان حکومت سره د امن مذاکرات پېل کوي خو دا مذاکرات به کوم ځایې کښې کیږی، ددې له فیصله نه ده شوې.

پاکستان کې د طالبانو د خارجه وزیر سره د ملاقات تفصیل خو په میډیا راغلې دی خو په نورو ورځو کې به دوی څه کوي؟ ددې معلومات میډیا سره نه دی شریک کړی شوې.

په دې حقله خبرېال حنیف الرحمان وایې چې طالبانو پحقله میډېا ېواځې د هغه معلوماتو نه خبریږی چې د پآکستان حکومت ورته ورکوی اؤ مثال یې دا دی چې افغان طالبانو سره ملاقات نه پس خارجه وزیر شاه محمود قریشی ځانګړې خبری کانفرنس کړی دی، شاه محمود قریشی چې د طالبانو سره ملاقات کوم تفصیل ورکړی د تاید یا تردید د پاره یې په دې خبری کانفرنس کې طالبان موجود نه وو.

حنیف الرحمان وایې چې پاکستان د طالبانو معامله ډیره حساس ګڼي ځکه د هغوی مصروفیات هم پټ ساتل غواړی خو دا طالبان چې کله دلته راشی نو د هغه عالمانو سره هم ملاقاتونه کوي چې په افغان طالبانو اثر لري، دغه شان د ډیرو طالبانو فامیلونه هم په پاکستان کې ژوند کوي نو دا طالبان مشران هغوی سره هم ملاقاتونه کوی چې پټ ساتل کیږی.

پاکستان همیش وايي چې د افغانستان په کورینو معاملو کې مداخلت نه کوي خو چې هر کله د طالبانو څه خبره وي نو امریکا اؤ افغانستان بیا هم پاکستان نه غوښتنه کوی، په دې حقله خبریال حق نواز وایې چې دا ځکه چې نړې ته معلومه ده په طالبانو د پاکستان اثر شته آؤ پاکستان هم دې اثر نه ګټې پورته کوي.

حق نواز وایې چې د امن مذاکراتو کې څه خنډ راشی نو په افغانستان امن د پاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د پاکستان سفر کوي، طالبان هم د پآکستان سفر کوي اؤ بیا د دې نه پس دا مذاکرات بیا پېل شی چې ښای پآکستان په طالبانو اثر لری ځکه چې اکثر له افغان طالبانو پآکستان کې ژوند تېر کړی اؤ دلته مدرسو کښې یې تعلیم ترلاسه کړی دی.

پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د افغان طآلبانو پلاوي پاکستان ته د سفر په وخت افغان جمهورئیس سره د ټیلې فون د لارې خبرو کې د افغانو په مشرۍ او ملکیت په افغانستان کې د جګړې د ختمیدو د پاره د سیاسی حل لپاره د سولې بهیر د کلک ملاتړ اظهار کړی دی.

XS
SM
MD
LG