لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد وايي افغان حکومت او طالبان دې د یو بل قیدیان ازاد کړي افغان حکومت وايي طالبان دې تشدد بند کړي


 تېره میاشت په قطر کې د امریکې او طالبانوترمنځ لاس لیک شوي د امن لوظنامې ترمخه امریکايي مامورین وايي افغان حکومت او طالبان به د یو بل قیدیان ازادوي
تېره میاشت په قطر کې د امریکې او طالبانوترمنځ لاس لیک شوي د امن لوظنامې ترمخه امریکايي مامورین وايي افغان حکومت او طالبان به د یو بل قیدیان ازادوي

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد په افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د خپلو ژمنو سره سم دې د یو بل قیدیان ازاد کړي خو افغان حکومت وايي طالبان دې تشدد بند کړي.

زلمي خلیلزاد وویل امریکا غواړي چې د امریکا او د طالبانو د لوظنامې سره سمه زر تر زره د قیدیانو ازادي ووېني.

زلمي خلیلزاد د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ټوېټر وویل سره د دې چې هم افغان حکومت او هم طالبانو د قيدیانو په ازادولو رضامندي څرګنده کړې ده یو فریق هم تر نن تاریخه قیدیان نه دي خوشي کړي.

تېره میاشت په قطر کې د امریکې او طالبانوترمنځ لاس لیک شوي د امن لوظنامې ترمخه امریکايي مامورین وايي افغان حکومت او طالبان به د یو بل قیدیان ازادوي او طالبان به بین الافغاني مذاکراتو کې کښېني چې پکې به د افغان حکومت استازي هم شامل ويږ

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۹مه (کب ۲۹) د خلیلزاد څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړ د جمهور رئیس غني د فرمان عملي کولو ته تیار دی.

هغه زیاته کړه: "مهمه ده چې طالبان افغان وژونه او مسلمان وژنه ودروي او موږ ډاډه شو هغه څوک چې د سولې تر نامه لاندې خوشې کېږي بېرته جنګ ته نه راګرځي".

افغان حکومت لومړی د طالب قیدیانو په خوشي کوولو تحفظات څرګند کړي وو رضا شوی و چې طالب قیدیان به په دې شرط خوشي کوي چې دوی به ضمانت ورکوي چې بیا به په جګړه کې نه ښکیل کیږي.

خو رویټرز خبري ادارې تېره هفته دا خبر ورکړو چې د افغانستان د ملي امنیتي د چارو سلاح کار ویاند ویلي چی د قیدیانو د خوشی کولو د شمېرې او جنګ ته د بیرته د نه تللو د ضمانت په سر د اختلافاتونو له سببه د طالبانو د قیدیانو خوشي کولو بهیر ځنډول شوی دی.

طالبان وايي لوظنامه کی لیکل شوي چې د بین الافغاني مذاکراتو د پېلولو وړاندې به افغان دولت پېنځه زره طالب قیدیان خوشی کوي. خو افغان حکومت وايي د قیدیانو خوشي کولو و‌ړاندی باید مذاکرات پېل شي او تشدد کی کمی راشي.

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي وو چی پنځلس سوه طالب قیدیان به خوشی کړل شي او نوربه د حالاتو مطابق خوشی کیږي.

د افغان حکومت د امنیتي چارو د سلاح کار ویاند جاوید فیصل ویلي : ٫٫ مونږ تیار یو چې د صدارتي فرمان لاندې عمل شورو کړو خو مونږ به تر هغې څوک نه خوشی کوو تر څو چې مونږ ته دا ضمانت نه وي راکړل شوی چی دوي به بیرته جنګ نه پېلوي. طالبانو ته به دغه نرمي ښودل وي.٬٬

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وړاندې ویلي وو چې د قیدیانو د خوشي کولو په اړه یې دریځ ښکاره دی. هغه وویل "څنګه چې د امریکا او د طالبانو په لوظنامه کی لیکل شوي، هم دغه شان دې بې د څه شرطه قیدیان خوشي کړل شي. مونږ په دې اړه نورو خبرو یا شرطونو ته غاړه نه وه اېښودي."

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG