لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نړیوالې ټولنې ته وايي افغانستان مه پرېږدئ


صدر ټرمپ وویل روس، هندوستان او پاکستان ولې په افغانستان کې موجودگي نه لري، ولې امریکا هلته د ٦٠٠٠ میله لرې نه ورغلې ده؟

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په امریکې او نړيوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان دې یوازې نه پرېږدي.

د سوېټزرلېنډ په ډیوس ښار کې د ورلډ اکنامک فورم نومې اقتصادي غونډې ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ وینا کې عبدالله عبدالله وویل نړيواله ټولنه باید د افغانستان په اړه د مایوسۍ نه کار وانخلي او هېواد یې تنها نکړي.

عبدالله عبدالله د نړيوالې ټولنې نه د افغانستان سره د همکارۍ جاري ساتلو غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې صدر ټرمپ د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ارویستلو اراده څرگنده کړې ده او په هېواد کې د تشدد په پېښو کې اضافه شوې ده. بلخوا، امریکې د طالبانو سره د سولې خبرو ته هم دوام ورکړی دی.

عبدالله عبدالله د ډیوس غونډې ته وویل چې همېش یې هغه ملگرو او همکارانو ملکونو ته ویلي چې د افغانستان دپاره یې د وینې او پېسو قریاني ورکړې ده چې د صبر نه دې کار واخلي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه چې په تېرو ١٨ کلونو کې په افغانستان کې ښکیلو ټولو فریقینو غلطۍ کړې دي خو پکار نه ده چې د دغه غلطیو ذمه واري په افغان ولس ور وتپل شي.

د دې میاشت په شروع کې صدر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکې د موجودگۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې او وه یې ویل نور هېوادونه هم باید چې په افغانستان کې خپل کردار ادا کړی.

صدر ټرمپ وویل روس، هندوستان او پاکستان ولې په افغانستان کې موجودگي نه لري، ولې امریکا هلته د ٦٠٠٠ میله لرې نه ورغلې ده؟

د دغو پوښتنو ترڅنگ، صدر ټرمپ د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا خبره هم کړې ، دا په داسې حال کې چې د امریکې او د طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې په دریمه ورځ هم جاري وې.

دقطر دسولې خبرو کې دامریکایي ډلې مشري افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا استازی زلمی خلیل زاد کوي اؤ هغه تیرځل طالبانو سره له خبرو وروسته هیله ښودلې وه چې دسولې په خبرو کې به پرمختګ وشي.

دافغانستان طلوع ټي وي دطالبانو دپخواني کمانډر سیداکبر اغا له خولې ویلي چې په قطر کې د روانو خبرو اوږدیدل ښایي چې دواړه خواوې دستونزې هواري لیوالتیا لري.

خو د افغانستان د داخله چارو پخواني نایب وزیر مرزا محمد یارمند ویلي که چېرې طالبانو سره د موجود مذاکراتو لوې او بنیادي شرط جنگ بندي نه وي نو دا خبرې به د افغان ولس پاره د قبلوولو وړ نه وي. هغه زیاته کړه چې افغانان د تېرو ۴٠ کلونو راهسې د امن په نوم د مرگ ژوبلو سره مخامخ دي نو نور یې نشي زغملی.

د مطبوعاتی رپورټونو ترمخه، صدر په دې خبره غور کوي چې په افغانستان کې موجود د امریکې ١۴٠٠٠ ځواکونو نیمايي راوباسي.

په واشنگټن کې د بروکنگز انسټېټیوشن مدیحه افضل وايي افغانستان نه د ځواکونو راویستلو د صدر ټرمپ خبرې په مذاکراتو کې د طالبانو لاس بره کړی دی او طالبان وايي د ځواکونو انخلا د مذاکراتو اهم ټکی دی.

طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره د نیغ په نیغه مذاکراتو نه ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG