لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ مشیر وايي امریکايي صدر خپلو ځواکونو ته د افغانستان نه د وتلو امر نه دی کړی 


تېره هفته صدر ټرمپ په خپل ټویټ کې وویل چې د کرسمس پورې به د افغانستان څخه ځواکونه راوباسي
تېره هفته صدر ټرمپ په خپل ټویټ کې وویل چې د کرسمس پورې به د افغانستان څخه ځواکونه راوباسي

د قامي سلامتیا دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ مشیر ویلي د ډسمبر د ۲۵ نېټې پورې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنیدو په اړه په خپل ټویټ کې د خپل خواهش اظهار کړی وی چې عسکرو ته د افغانستان نه د وتلو امر نه و.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د قامي سلامتیا د مشیر دغه څرګندوې د دې خبرې تصدیق کوي چې د ۲۰۲۱ شروع کېدو پورې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته کم کړی نه چې دغه تعداد به سفر ته ورسېږي.

رابرټ او براین د څیړنې ادارې اېسپن انسټېټیوټ په انتظام د انټرنېټ د لارې جوړې شوی غونډې ته د جمعې په ورځ وویل امریکايي ځواکونه د یورپي اتحادي ملکونو سره په یوځای افغانستان ته تللي او په یو ځای به ستنېږي. هغه وویل په موجوده وخت کې په افغانستان د ځواکونو تعداد ۴۵۰۰ ته کموولی شي او د جنورۍ او فېبرورۍ په میاشت کې به دغه شمېر نور هم کم کړي شي.

اوبراین د تېرې هفتې خپله دا خبره تکرار کړه چې د اینده کال په لومړیو ورځو کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی شي. هغه زیاته کړه چې که چېرې حالاتو اجازت کوولو نو د افغانستان څخه به یې ټول عسکر راویستلي وو.

تېره هفته صدر ټرمپ په خپل ټویټ کې وویل چې د کرسمس پورې به د افغانستان څخه ځواکونه راوباسي.

اوبراین وویل "زما په خیال دا هغه خواهش دی چې صدر یې اظهار کوولو."

د وي او ای خبریال کارله باب په خپل رپورټ کې وايي د امریکې د دفاع وزارت چارواکي د صدر ټرمپ په اعلان تر څو ورځو پورې خاموشه وو او د دفاعي چارو ماهرینو پرې بېلا بېل عکس العمل ښودلی و.

د صدر ټرمپ د تویټ نه څو ګنټې پس یو امریکايی پوځي چارواکي وي او ای ته وویل چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وېستلو عمل کې د چټکتیا په اړه دغه لومړۍ خبره ده چې ولیدل شوه.

د وي او ای رپورټ وايي د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټګان د اوبران دا تکراري خبره نه ده تاید کړي چې د اینده کال د شروع پورې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو تعداد به ۲۵۰۰ ته راکم کړی شي.

د پېنتګان ترجمان وویل د نومبر پورې به په افغانستان کې امریکايي ځواکونو شمېر ۴۵۰۰ ته ورسوول شي د دې نه وړاندې به د ځواکونو په تعداد کې حالاتو په بنیاد فېصله کولی شي.

د وي او انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د ګډو ځواکونو د کمېټۍ مشر جنرل مارک مایلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته د رسوولو په اړه د اېن پي ار رېډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه په دې اړه د اټکل په بنیاد خبره نه کول غواړي. هغه وویل هغه به د صدر سره د هغه د خبرو او د حالاتو ته د کتنې په بنیاد په اینده کې په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر په اړه خبره کوي.

د جنرل مایلي د خبرو په ځواب کې او براین د جمعې په ورځ وویل نه خو یې اول او نه هم نه د اندازې په بنیاد خبره کوي. "زه د صدر سره خبرې کوم."

د وي او ای رپورټ وايي د فاعي چارو ماهرین د افغانستان نه د خارجي ځواکونو د انخلا او یا په بیړنۍ توګه د تعداد کموولو په اړه خبرداری کوي.

او براین د جمعې په ورځ وویل امریکا باید د افغانستان سره همکاري دوامداره وساتي چې افغانستان د امریکې مخالف وسله والو پناه ځای بیا جوړ نشي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG