لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېلس وېلز غږ کړی چې په افغانستان کې دې سیاسي کړکیچ ختم کړی شي


د انتخاباتو کمیشن اشرف غني بریالی بللی او هغه د دویمې دورې دپاره د صدارت سوګند پورته کړی دی. خو په انتخاباتو کې د صدر اشرف غني حریف عبدالله عبدالله د خپلې ګتي دعوه کړې ده او په جدا دستوره کې یې د صدارت سوګند پورته کړی دی

د جنوبي ایشیا د چارو دپاره د امریکې استازې میرمن اېلس وېلز غږ کړی چې په افغانستان کې موجوده سیاسي کړکیچ دې ختم کړی شي او افغانان دې په هېواد کې امن هلې ځلې وړاندې بوتلو دپاره په شریکه کار وکړي.

اېلس وېلز دا هم ویلي چې د کرونا وایرس مخنیوي دپاره دې افغانان په مربوو او فعاله ډول کوښښونو وکړي.

مېرمن اېلس وېلز په افغانستان کې د سیاسي تاوتریخوالي د کمولو خبره د جمعې په ورځ په داسې حال کې وکړه چې د افغان امینتي ځواکونو په صفونو کې دننه شویو مشکوک طالب وسله والو په زابل ولایت کې د حکومتي امنیتي عسکرو لږ تر لږه ۳۷ غړي ووژل.

اېلس وېلز د جمعې په ورځ د ټویټر دلارې وویل چې په داسې مهال چې په دنیا کې د کرونا خطر په خوریدو دی افغان سیاسي مشرانو ته پکار دي چې د سیاست پرځای ولس ته ترجیح ورکړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې په رپورټ کې چې اېلس وېلز په افغانستان کې د کوم سیاسي کړکیچ ‌ذکر کړی دا د تېرکال د صدارتي انتخاباتو سره تړلی دی.

د انتخاباتو کمیشن اشرف غني بریالی بللی او هغه د دویمې دورې دپاره د صدارت سوګند پورته کړی دی. خو په انتخاباتو کې د صدر اشرف غني حریف عبدالله عبدالله د خپلې ګتي دعوه کړې ده او په جدا دستوره کې یې د صدارت سوګند پورته کړی دی.

تیره میاشت په قطر کې د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې لوظنامه د لاس لیک کېدو وروسته ټاکل شوي وه چې طالبان به په بین الافغاني مذاکراتو کې شرکت کوي چې د افغان حکومت استازي به پکې هم شامل وي خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د سیاسي اختلافاتو له امله دغه بهیر هم د ځنډ سره مخامخ شوی دی.

او په زابل کې د تشدد په اړه افغان مامورینو وي او ای ته وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو په صفونو کې ور دننه شوي مشکوک طالب وسله والو په داسې مهال حمله وکړه چې عسکر وده وو. حمله کوونکي په تښتېدو کې بریالي شوي او چارواکو وویل د ځان سره یې د وژل شویو عسکرو وسله او موټرې هم وړلې دي.

طالبانو نه خو د زابل د حملې ‌زمه واري منلې او نه یې هم د دې تردید کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکي صدر په انقره کې ځانمرګي برید ناکامه بللی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG