د امریکې د هوايي پوځ هغه عسکر چې په واشنګټن کې يې د اسرایل سفارتخانې مخې ته ځان ته اور اوچولی و او ویلي يې وو چې نور به په "نسل وژنه کې شریک نه وي" مړ شوی دی.
د واشنګټن مېټرو پالېټن پولیس ډپارټمنټ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل ۲۵ کلن اېرن بشنېل د زخمونو دلاسه ساه ورکړه. هغه د تېکسس ریاست د سېن اېنټونیو ښار اوسېدونکی و.
بشنېل د اتوار، يکشنبې، په ماسپښين د اسرایل سفارتخانې مخې ته ورغلی و او یو تن چې په دې اړه يې معلومات لرل اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته وویل بشنېل سفارت ته خپل تګ په ټوېچ نومې وېب پاټه په ژوندۍ بڼه یا لایو ښودلو.
د قانون نافذ کوونکو ادارو چارواکي ګڼي بشنېل چې کله لایو سټریم شروع کړو نو خپل موبایل فون يې په ځمکه کښېودلو، په ځان يې تېل واړول او اور يې ورته کړو. په یوه موقع هغه وویل نوربه د جېنوسایډ یا په نسل وژنه کې شريک پاتې نه شي. د پشنېل وډیو د پلېټ فارم نه لرې کړی شوی دی خو قانون نافذ کوونکو چارواکو لیدلی.
د امریکې هوايي پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې په پېښه کې ککړ تن تېره شپه د زخمونو نه مړ شوی دی. هوايي ځواک وویل په دې اړه به نور معلومات د هغه کورنۍ د خبرولو وروسته شریکوي.
دا بېښه په داسې حال کې شوې چې اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په غزه کې د حماس خلاف عملیات رفح ښار ته د پراخولو دپاره خپلې کابېنې نه منظوري غواړي. بلخوا، د عارضي جنګ بندۍ دپاره خبرې دوام لري. په غزه کې د اسرایل په پوځي عملیاتو تنقید شوی دې چې په کې د جېوسایډ یا د نسل وژنې الزامات هم شامل دي.
اسرایل د جېنوسایډ یا د نسل وژنې الزامات ردوي، وايي عملیات یې د نړیوال قانون سره سم دي.
د ډسمبر په میاشت کې یو تن د امریکې په اېټلانټا ښار کې د اسرایل کونسلخانې نه بهر ځان ته اور اچولی و. دغه ځای فلسطيني بېرغ هم موندل شوی و او دغه واقعه انتهايي سخت سیاسي احتجاج بلل شوی و.
Forum