لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

القاعده په افغانستان او پاکستان کې بیا راپورته کیدی شي؟


د القاعده سره تړلې وسله والو په ورستیو کې د عراق د سني اکثریت انبار صوبې فلوجه ښار او ځېنې نورو سېمو باندې قبضه کړې او د عراق حکومتي ځواکونه يي پشا تمبولې دي
د القاعده سره تړلې وسله والو په ورستیو کې د عراق د سني اکثریت انبار صوبې فلوجه ښار او ځېنې نورو سېمو باندې قبضه کړې او د عراق حکومتي ځواکونه يي پشا تمبولې دي
د القاعده سره تړلې وسله والو په ورستیو کې د عراق د سني اکثریت انبار صوبې فلوجه ښار او ځېنې نورو سېمو باندې قبضه کړې او د عراق حکومتي ځواکونه يي پشا تمبولې دي. منځني ختیز کې د القاعده گټې دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا القاعده د افغانستان او پاکستان په سېمه کې هم دغه رنگ سر بیا را وچوتولی شي.
د امریکا د استخباراتي ادارې سي ايي ای پخوانی چارواکې او د بروکنگز انسټیټ وتلی تجزیه کار بروس ریډل ډیلي بیسټ ورځپاڼه کې پخپل یو ورستي مضمون کې ویلي مونږ له د عراق فلوجه ښار کې د القاعده کنټرول ترلاسه کولو نه سبق اخېستل پکار دي. نوموړی وايي د القاعده بیا راپورته کیدل به په پاکستان یا افغانستان کې وي.
ډیوه راډیو ته يي ویلي دا امکان ځکه قوي دی چې پاکستان کې دالقاعده په رنگ فکر لرونکی یو شمیر جنگیالۍ ډلې دي او د افغانستان څخه د امریکا ورتو ورسته دوي به غواړي چې القاعده دغلته بیا فعاله کړي.
د پاکستان وتلی څیړنکار طلعت مسعود ډیوه راډیو ته ویلي دا امکان نشې ردیدی چې القاعده دې سیمه کې بیا سر راپورته کړې ولې داسې ښکارې چې دا تنظیم په موجوده وخت کې په منځني ختیز کې ډیر مصروفه دی او هلته يي گټې هم ډیرې دي.
د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانه تسنیم اسلم وايي امریکا مني په دغه سېمه کې القاعده بیخي کمزورې کړی شوي او د گزار کولو توان يي پاتې نه دی او د القاعده د بیا توانیدو اندیښېن يي بې ځایه گرځولې دي.
په دې موضوع یو تفصیلي رپورټ د ډیوه ریډیو خبریال افتخار حسین تفصیلي تجزیاتي رپورټ دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00
Direct link

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG