لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کیري د البانیه د سفر په مهال هیواد د عدالتي اصلاحاتو ملاتړ کړی

البانیه ته په رسیدو، سرښار ترانه کې جان کیري ته تود هرکلی وویل شو
البانیه ته په رسیدو، سرښار ترانه کې جان کیري ته تود هرکلی وویل شو

د امریکې خارجه وزیر جان کیري د توار، یکشنبې، په ورځ په یورپ کې د مسلمانانو د اکثریتي ابادۍ ملک البانیه دوره وکړه او د بډو رشوتونو ختمولو دپاره يي د هیواد د عدالتي اصلاحاتو ملاتړ وکړو.

جان کیري د البانیه سرښار ترانه کې خپلې دورې په مهال د البانیه وزیراعظم ایدي راما او نورو لوړ رتبه حکومت چارواکو سره ولیدل.

ایدي راما سره د خبرو ورسته جان کیري وویل د اصلاحاتو په لړ کې البانیه په صحیح لوري روان دی.

په ځواب کې ایدي راما د امریکې شکریه ادا کړه او وې ویل د واشنگټن د کومک او مرستې پرته به البانیه په اصلاحاتو کې دومره پرمختگ نه وو کړی.

البانیه د داعش خلاف د امریکې په ائتلاف کې شامل هیواد دی او په دې لړ کې يي د عراق پش مرگه ځواکونو ته وسله ورکړې ده.

البانیه د نیټو اتحادي هیواد دی او په پورپین یونین کې د شاملیدو خواهش لري.

بډو رشوتونو خلاف د عدالتي اصلاحاتو په لړ کې امریکا او یورپین یونین د البانیه مرسته کړې ده او د امریکې خارجه وزارت، سټیټ ډپارټمنټ، ویلي د امریکې تحقیقاتي ادارې، ایف بي ايي، په رنگ د یوې حکومتی ادارې په قیام کې به د البانیه مدد کوي.

XS
SM
MD
LG