د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل چې امریکې ته د خپل پلاوي ټاکل شوی سفر یې ځنډولی دی، خو بلې خواته نن د دې هېواد د دفاع وزیر له خپل امریکایي سیال سره په واشنګټن کې ویني.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار جان کربي وایي واشنګټن ته د اسرایلي پلاوي د سفر ځنډولو پرېکړه د پرېشانۍ وړ او ناهیله کوونکې ده.
جان کربي د دوشنبې- ګل په ورځ رسنیو ته په خبرو کې ومنله چې د اسرایل وزیراعظم واشنګټن ته د خپل پلاوي د نه را لېږلو فیصله هغه وخت وکړه چې امریکا په امنیت شورا کې په غزه کې د ډزبندۍ په قرارداد باندې په رایو اچولو کې برخه نه واخیسته:
"دا ډېره ناهیله کوونکې ده، موږ ډېر ناامیده شو چې دوی [د اسرایل پلاوی] به واشنګټن ته نه راځي چې موږ ته پر دې موضوع د پراخ بحث موقع راکړي چې په رفح کې د مځکنیو عملیاتو پر ځای بله متبادله لار ولټوي".
جان کربي وایي د واشنګټن دریځ په دې اړه نه دی بدل شوی چې په رفح کې د اسرایلي ځواکونو مځکني عملیات به یوه "لویه غلطي" وي.
ټاکل شوې چې د امریکا او اسرایل د دفاع وزیران نن د مارچ پر 26مه سره وویني، د پېنټاګان په وینا دواړه به پر دې خبرې کوي چې د غزې په رفح ښار کې له مځکنیو عملیاتو پرته حماس ته د ماتې ورکولو لاره ولټوي.
د پېنټاګان د مطبوعاتو سیکرټري مېجر جنرل پاټ رایډر د دوشنبې- ګل په ورځ خبریالانو ته وویل، که څه هم اسرایل ناڅاپه واشنګټن ته د خپل پلاوي سفر منسوخ کړ، خو وایي د دفاع وزیر لویډ آسټن به له خپل اسرایلي سیال یوواو ګېلانټ سره نن سهار ویني.
د اسرایل وزیراعظم د خپل پلاوي سفر د احتجاج په توګه ځنډولی چې امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په قرارداد باندې نه رایه واچوله او نه یې ویټو کړ او قرارداد د صفر په مقابل کې په 14 رایو منظور شو.
د پېنټاګان ویاند پاټ رایډر وایي "ډېرې لارې شته چې د حماس د ګواښ مخه پرې ونیول شي او د عامو خلکو ژغورل هم په نظر کې وساتل شي. زما تمه ده چې [د آسټن او ګېلانټ] په خبرو کې به پر دې مسایلو بحث وشي".
اسرایل وایي حماس ته بې له دې ماتې نه شي ورکولای چې په رفح کې یې په ضد مځکني عملیات ونه کړي، ځکه چې وایي دا ډله په دې سرحدي ښار کې څلور کنډکونه یا بټالینز لري چې زرګونه جنګیالي پکې موجود دي.
د امریکې او اسرایل تر منځ له تېرو څو میاشتو راهیسې وروسته له هغه اختلافات په زیاتېدو دي چې په غزه پټۍ کې د حماس خلاف په بمبارۍ کې د عامو خلکو مرګ ژوبله زیاته شوه او د بشري مرستو رسولو بحران پیدا شو.
د اسرایل د دفاع وزیر د دوشنبې- ګل په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار جېک سولیوېن سره هم لیدلي، خو جان کربي وایي دا لیدنې واشنګټن ته د اسرایلي پلاوي متبادل نه دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په غزه کې د ډزبندۍ قرارداد منظور کړ او په هغه کې یې غوښتنه وکړه چې په روژه کې دې جګړه ودرول شي، خو اسرایل او حماس دواړو ورسره د خپلو غوښتنو له کبله مخالفت کړی دی.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وایي له ډزبندۍ سره د یرغمل کسانو د خوشي کېدو شرط نه دی تړل شوی او حماس هم دا قرارداد رد کړی ځکه چې وایي د ډزبندۍ په شرطونو کې یې د جګړې بشپړ ختمېدل او له غزې څخه د اسرایلي ځواکونو وتل دي.
د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز د سه شنبې- نهې په ورځ د اسرایلي پوځ رېډیو ته ویلي، د امنیت شورا قرارداد حماس ته زړه ورکړ، چې د ډزبندۍ او یرغمل کسانو د خوشي کېدو په اړه تړون رد کړي.
د تېر کال د اکتوبر پر اوومه په اسرایل د حماس په برید کې د اسرایلي چارواکو په وینا 1200 کسان وژل شوي وو او 250 یرغمل شوي وو، د غزې روغتیا وزارت وایي په غبرګون کې یې په غزه کې د اسرایلي ځواکونو په برید کې تر اوسه پورې تر 32,000 زیات کسان وژل شوي او تر 74,000 ټپیان شوي دي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي.
Forum