په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو دایمي استازي محمد ابو شهاب او د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په دوحه کې د ا فغانستان په اړه د درېیمې غونډې په ګډون پر ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د عرب اماراتو مستقل مِشن د چارشنبې- شورو په ورځ پر خپل ایکس ددې لیدنې په اړه په یو پیغام کې ویلي، دواړو خواوو د ملګرو ملتونو په کوربتوب په قطر کې د درېیمې مشاورتي غونډې او د افغان مېرمنو او نجونو د حالت په اړه خبرې کړې دي:
"له مېرمن رینا امیري سره مو ګټوره ناسته وشوه، د خبرو مرکز مو په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانکړو استازو غونډه وه چې بله میاشت به جوړه شي، موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حالت او تعلیم ته د لاسرسي د ډاډ ترلاسه کولو د اهمیت په اړه هم پر خپلو ګډو اندېښنو خبرې وکړې".
رینا امیري اکثر د افغانستان په اړه د خپلو هلو ځلو او په دې اړه د لیدنو په اړه پر خپل ایکس [مخکیني] ټویټر معلومات خپروي، خو د عرب اماراتو له استازي سره د لیدنې او خبرو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.
ملګرو ملتونو ویلي د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش په کوربتوب د افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو د ځانګړو استازو درېیمه ماشورتي غونډه به د جون پر 30مه او د جولای په لومړۍ نېټه په دوحه کې جوړه شي. ملګرو ملتونو طالبانو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې غونډه کې د ګډون اعلان نه دی کړی، خو د بهرنیو چارو وزارت یې د چارشنبې- شورو په ورځ په یو بیان کې وویل، ټاکل شوې د طالبانو یو پلاوی د دوحې د درېیمې غونډې په اصلي بحثونو کې ګډون وکړي.
د بیان له مخې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست مشر ذاکر جلالي یوې غونډې ته ویلي، د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د پلاوي د ګډون پرېکړه به وروسته وشي، خو وایي د دوحې د لومړۍ او دویمې غونډې په نسبت د درېیمې غونډې د جوړوونکو او کوربنو په اړیکو کې مثبت بدلون لیدل کېږي او په وروستیو ورځو کې ګڼ پلاوي کابل ته ورغلي چې په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون موقع برابره کړي.
د رپوټونو له مخې د طالبانو حکومت د دوحې د دوېیمې غونډې په څیر په دریمه غونډه کې هم ملګرو ملتونو ته شرطونه ایښي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورکړي، د افغانستان لپاره دې خپل استازی نه ټاکي او د غونډې د موضوعاتو په اړه دې ورسره سلامشورې وکړي.
طالبانو دا شرط هم ورته ایښی چې د دوحې په غونډه کې د افغان مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو استازو ته د ګډون بلنه ور نه کړي، په غونډه کې د ښځو او نجونو د زدکړو او کار پر مسلو بحث ونه شي او د ټولشموله حکومت مسله د غونډې د بحث له موضوعاتو وایستل شي.
خو طالبانو په رسمي ډول د رسنیو له لارې دا شرطونه نه دي اعلان کړي. د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې په دوېیمه غونډه کې د طالبانو دغه شرطونه نه وو منل شوي چې له امله یې طالبانو هم په هغه غونډه کې ګډون نه وو کړی.
ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې مشاورتي غونډې د جوړیدو هدف د افغانستان سره په ډېر څرګند، همږغه او رغوونکي ډول د نړیوالې بوختیا زیاتول ښودلي دي.
طالبانو د 2021م کال په اګست کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، خو تراوسه ددغې ډلې حکومت هیڅ یو هیواد او یا نړیوالې ادارې په رسمیت نه دی پېژندلی.
نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د تسلیمولو لپاره له وړاندې ځینې شرطونه ایښي چې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په ګډون د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پریکولو شرطونه پکې شامل دي.
Forum