لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې افغانستان سره د 308 مېلین ډالرو نوي امداد اعلان وکړو


ای پي وايي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته د صدر جوبایډن حکومت افغانستان سره د 780 مېلین ډالرو امداد کړی دی
ای پي وايي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته د صدر جوبایډن حکومت افغانستان سره د 780 مېلین ډالرو امداد کړی دی

امریکې د نهې، سه شنبې، په ورځ افغانستان سره د 308 مېلین ډالرو مالیت بشري امداد اعلان وکړو او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي تازه امریکايي امداد په داسې حال کې اعلان شوي په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو وروسته هېواد د بشري بحران سره مخامخ شوی دی.

بلخوا ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستې دپاره د نړیوالې ټولنې نه د پنېځه بېلین ډالرو مالي امداد غوښتی دی.

د ای پي ترمخه افغانستان سره د امریکايي امداد اعلان د امریکې د قامي سلامتیا شورا ترجمانې اېملي هورن په یو بیان کې وکړو او ویې وېل امریکايي امداد به یواېس اېجنسي فار انټرنېشنل ډېوېلپمنټ یا یواېس ايي ډي د غیرحکومتي امدادي ادارو دلارې تقسیموي چې د صحت د خېرښېګړې، د سرپناه، خوراک او د صفایي په اسانتیاو مصرف کړی شي.

ای پي وايي د افغانستان اقتصاد د بحران سره مخامخ دی، او د پخواني حکومت د اخراجاتو 80 فیصد برخه به د بهرني امداد نه پوره کېدله او په دغو پېسو به سکولونه، هسپتالونه، کارخانې او د حکومت وزارتونه چلېدل خو طالبانو د واکمنېدو نه پس خارجي امداد ځنډېدلی دی.

یو اېس ايي ډي په طالبانو غږ وکړو چې امدادي کارکوونکي او په خصوصي توګه مېرمنې په ازاده توګه کار ته پرېږدي چې دا ډول د مشکلاتو سره مخامخ خلکو ته امداد ورسوول شي.

یو اېس ايي ډي په یو بیان کې وویل امریکا د طالبانو نه غواړي چې د امدادي کارکوونکو، ښځو او سړو، ته ازادانه رسايي او بغیر د خنډ د حرکت اجازت ورکړي.

ای پي وايي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته د صدر جوبایډن حکومت افغانستان سره د 780 مېلین ډالرو امداد کړی دی.

امریکې افغانستان ته د یو مېلین کرونا ضد وېکسین د لېږلو ژمنه هم کړې ده.

ای پي وايي په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس نړیوالې ټولنې جنګ ځپلې ملک سره مالې مرستې ځنډولي دي او امریکې او نورو ملکونو د افغانستان اثاثې منجمد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG