د صدر جوبایډن انتظامیې سپینۍ ماڼۍ ته د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ تر راتګ مخکې له کیف سره د مرستو سیالۍ ته دوام ورکړي او تازه امریکې بیا د شنبې- خالي په ورځ د اوکراین لپاره د 988 میلین ډالرو نوې پوځي مرستې پېکج اعلان کړی دی.
امریکې دا تازه مرسته په داسې ورځ اعلان کړې چې د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ فرانس ته تللی او هلته یې د فرانس له صدر ایمانویل مېکرون او د اوکراین له صدر ولادیمیر زلنسکي سره لیدلي او په اوکراین کې د سولې په اړه یې خبرې کړې دي.
له دې تازه مرستې سره به د اوکراین د امنیتي مرستې اقدام (یو ایس اې ای) په نوم د امریکې په ټاکلي پېکج 2.21 ارب ډالرو کې تقریباً نیمایي پاته شي ځکه چې د بایډن انتظامیه د امریکې د وسلو له زیرمو د وسلو ایستلو پر ځای له صنعت څخه د وسلو پر اخیستلو کار کوي.
د نومبر په ټاکنو کې د ټرمپ بریا د اوکراین لپاره د امریکې د مرستې پر مستقبل باندې شکونه پیدا کړي دي او د هغه د سوګند تر مراسمو مخکې کیف ته د هغو اربونو ډالرو مرستې ورکولو لپاره محدوده موقع پاته ده چې مخکې یې منظوري ورکړل شوې ده.
پېنټاګان په یوه بیان کې ویلي، په دې تازه پېکج کې ډرون، د لرې واټن ویشتونکو هیمارز راکټ لانچرونو لپاره ګوله بارود او د توپخانې سیسټمونو، ټېنکونو او بکتربند ګاډو لپاره آلات او پرزې شاملې دي.
پېنټاګان پر خپله ویبپاڼه لیکلي، "نن د دفاع وزارت د امنیتي مرستې نوی مهم پېکج اعلان کړ او غواړي دا ډاډ تر لاسه کړي چې اوکراین هغه وسیلې لري چې د روس د یرغل خلاف په جګړه کې د کامیابۍ لپاره ورته اړتیا لري".
د بایډن انتظامیې اکثر وختونه د پرېزیډنشیل ډراډاون اتارټي (پي ډي اې) له قانونه ګټه اخیستې کوم چې صدر جو بایډن ته واک ورکوي چې په بیړنیو حالاتو کې د کانګرس له منظورۍ پرته د امریکې ذخیرې اضافي پوځي مرسته وکړي.
خو له اوکراین سره د امنیتي مرستې (یو ایس اې ای) فنډونه جلا دي او د امریکې د وسلو له ذخیرې نه اخیستل کېږي بلکې له دفاعي صنعت یا له شریکانو څخه نوې وسلې اخیستل کېږي او دا په دې معنا دي چې دا وسلې به سمدستي د جګړې ډګر ته نه ځي.
د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ هم امریکې د 725 میلین ډالرو مرستې پېکج اعلان کړی وو چې پکې د مځکنیو ماینونو، د هوا ضد او ټېنک ضد وسلې شاملې وې.
د امریکې تلونکې انتظامیه هڅه کوي ټرمپ ته تر واک سپارلو مخکې له اوکراین سره د امکان تر حده مرستې وکړي ځکه ټرمپ بیا بیا له کیف سره د امریکې پر مرستو نیوکې کړې او دعوه کوي چې د روس اوکراین جګړه به په څو ګنټو کې ختمه کړي.
د ټرمپ دغو څرګندونو په کیف او یورپ کې د امریکې د مرستو د مستقبل په اړه اندېښنې پیدا کړې دي چې که امریکا له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو ته دوام ور نه کړي کیف به څنګه د روس د بریدونو د جواب وړتیا ولري.
امریکې تر اوسه په دې برخه کې د مشرۍ رول تر سره کړی چې پر نړیوالو له اوکراین سره د مرستې لپاره فشار واچوي او په 2022م کال کې یې پر اوکراین د روس تر برید وروسته په چټکۍ د کیف د ملاتړ لپاره یو اتحاد جوړ کړ او د لسګونو هیوادونو مرستې یې ترتیب کړې.
د اوکراین نړیوالو ملاتړو له هغه وخت راهیسې د اربونو ډالرو په ارزښت وسلې، ګوله بارود، د پوځیانو د روزنې او نورې امنیتي مرستې ورکړې دي چې له کیف سره د روس د ځواکونو خلاف د مرستې لپاره بنیادي حیثیت لري.
د بایډن انتظامیه لا هم د کانګرس له خوا د پرېزیډنشیل ډراډاون اتارټي قانون له مخې شاوخوا 6 ارب ډالر لري چې پکې په 2024م کې منظور شوي فنډونه او هغه فنډونه هم شامل دي چې اوکراین ته د وسلو له لېږلو وروسته پېنټاګان کشف کړی وو او ارزښت یې ډېر اټکل شوی وو.
د 2022م کال په فرورۍ کې په اوکراین باندې د روس له یرغل راهیسې امریکې له کیف سره د 62 ارب ډالرو په ارزښت امنیتي مرستې کړې دي.
یادونه:-د رپوټ زیاته برخه د اې ایف پي ده خو ځینې معلومات یې له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum