د امریکې د صدر جو بایډن حکومت د اګست په 13مه په اسرایل باندې د څه باندې 20 میلیارد ډالرو په ارزښت د نویو وسلو پلورلو منظوري ورکړې او د بشري حقونو د فشارونو پروا یې ونه کړله چې په غزه کې د ملکایانو وژل کېدو له کبله یې اسرایل ته د وسلو لېږلو بندېدل غوښتل.
دا وسلې به په څو کالونو کې اسرایل ته لېږدول کیږي خو د جو بایډن حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې چې له حماس او اسرایل دواړو څخه دا هم غواړي چې په غزه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره اوربند وکړي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته احوال ورکړی چې د 18.82 ارب ډالرو په ارزښت یې د 50 دانې ایف-15 جنګي جیټ الوتکو پلورلو منظوري ورکړې ده.
اسرایل به همدارنګه د امریکا وسلو جوړونکو کمپنیو څخه نیږدې 33 زره د ټېنک مرمۍ، تر 50 زرو ډیرې د مارټر چاودیدونکې مرمۍ او پوځي بار وړونکي موټر واخلي.
په مطبوعاتو کې ویل شوي چې ټاکل شوې اسرایل ته ایف -15 جنګي جیټ الوتکې په 2029 کال کې ولیږدول شي چې د رېډار او مخابرې خوندي وسایل هم پکې ځای پر ځای شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته پخپله خبرپاڼه کې ویلي، "امریکا د اسرایل امنیت ته ژمن دی او دا د امریکا د ملي امنیت ګټو ته مهمه ده چې له اسرایل سره مرسته وشي او په دې توګه د خپل ځان د دفاع لپاره چمتوالی پراخ او خوندي وساتي".
امریکا ویلي د ټېنکونو په مرمیو به د دښمن د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو په مقابل کې د اسرایل وړتیاوې پراخې کړي، د اسرایل کورنۍ دفاع به پرې قوي شي او د سیمه ییزو ګواښونو په مخنیوي کې مهم دي.
د امریکې کانګرس دا واک لري چې په اسرایل ددې وسلو د پلورلو مخه ونیسي خو دا چې د استازو په اېوان او سېنټ کې له اسرایل سره خواخوږي او ملاتړ ډېر دی، کېدای شي د دې وسلو د پلورلو مخنیوی ونه شي.
د بشري حقونو او د صدر جو بایډن د ډیموکرېټ ګوند یو شمیر کیڼ اړخو غړیو څو ځله له حکومته غوښتي چې په اسرایل د وسلو پلورل کم یا بند کړي ځکه دوی په غزه کې د حماس پر ضد د اسرایل په جګړه کې د ملکیانو په وژل کیدو اندیښمن دي.
امریکا پداسې حال کې په اسرایل د نویو وسلو پلورلو منظوري ورکړې چې تیره ورځ یې په سعودي عرب د جارحانه وسلو پلورل بیرته پیل کړل. د دې وسلو پلورلو په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عرب د خونړیو عملیاتو له کبله ځنډیدلی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویدانت پټیل په خبري غونډه کې د دې وسلو د پلورلو د پیل کېدو نور دلایل په ډاګه نه کړل خو دومره یې وویل چې سعودي د امریکې "نیزدې سټرېټیجیک شریک پاتې شوی او مونږ غواړو دا شراکت پراخ کړو".
صدر جو بایډن په 2021م کال کې د یمن د حوثیانو خلاف د سعودي عرب چلند ته په کتو چې پکې عامو خلکو ته درانه زیانونه واوښتل پر دغه هېواد د وسلو د پلورلو په تړاو خپل دریځ سخت کړ.
Forum