لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د پاکستان نه بیا د حافظ سعید پرضد د قانوني ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې


د امریکا خارجه وزارت د سویلي او مرکزي اسیا لپاره ناېب سېکترې اېلس وېلز یو وارې بیا په پاکستان غږ کړی چې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید پرضد دې قانوني ګامونه پورته کړي.

د خالي یا شنبې په ورځ میرمن اېلس وېلز په یو ټوېټر پېغام کې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان هغه خبره هم تکرار کړې چې نوموړي ویلي وو ٫٫ پخپله د پاکستان او د راتلونکي لپاره دا خبره ضروري ده چې ترهګر ګوندونه لخوا د پاکستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد کاریدو ته پرې نږدي.٬٬

مېرمن اېلس وېلز په خپل ټوېټر پېغام کې د پاکستان د حکومت لخوا د لشکر طیبه ګوند د څلورو غړو د نیول کیدو هرکلی هم کړی. اېلس وېلز لیکلي: ٫٫ د لشکر طیبه د بریدونو اغیزمن شوي خلک دا حق لري چې د دغه ګوند د غړو پرضد کاروايي وویني.٬٬

میرمن اېلس وېلز په پاکستان کې د لشکر طیبه د غړو د نیول کیدو او د حافظ سعید پرضد د کاروايۍ خبره په داسې وخت کړې چې د پاکستاني مطبوعاتو تر مخه د پنجاب ایالت د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې یا کاونټر ټیررازم محکمې د بندیز لګیدلي ترهګرې ډلې لشکر طیبه څلورو مهمو غړو د نیولو دعوه کړې.په نیول شوو څلورو کسانو د ترهګرو د مالي مرستو تور لګول شوی.

د رپورټ تر مخه دغه کسان د ترهګرۍ پرضد جوړې قامي تګلارې یا نېشنل اېکشن پلان لاندې نیول شوي.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې یو بلې ورځپاڼې ٫٫دي نیوز٬٬ بیا په یو رپورټ کې نیول شوي کسان پروفیسر ظفر اقبال، یحیا عزیز، محمد اشرف او عبدالسلام ښودل شوي.

د بندیز لګیدلي جماعت الدعوه مشر حافظ سعید روان کال د جولايي په ۱۷مه ڼېته د پاکستان وزیراعظم عمران خان د امریکا د سفر یو څو ورځې وړاندې نیول شوی. په حافظ سعید د ترهګرو ډلو د مالي مرستو په تورونو قضیې روانې دي.

د پنجاب د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې یا سي ټي ډي ټي لخوا د لشکر طیبه دغه کسان په داسې وخت نیول شوي چې په فرانس کې د ترهګرو د مالي مرستو د مخنیوي او په غیرقانوني توګه د پېسو لیږلو رالیږلو مخنیوي ادارې اېف ای ټي اېف غونډه تیره ورځ شورو شوې.

په دې غونډه کې به د پاکستان لخوا اخستل شوي ګامونو جاج اخستل کیږي او دا فیصله به کیږي چې ایا د پاکستان نوم د خړ فهرست نه تور نوملړ ته واچول شي او که نه په خړ کې وساتل شي.

یاده دې وي چې هندوستان په کال ۲۰۱۱م کې په ممبۍ ښار کې د ترهګر بریدونو تور په حافظ سعید او د هغه په ګوند لشکر طیبه لګوي. په دغه بریدونو کې ۱۷۰ نه سيوا هندي وګړي وژل شوي وو.

په هندوستان کې په کال ۲۰۰۱م کې په هندي پارلیمان ترهګر برید او په کال ۲۰۰۸م کې په ممبۍ ښار کې ترهګرو بریدونو تر څنګ په کشمیر کې په وسله والو بریدونو ذمه وار حافظ سعید او د هغه ګوند ګرځوي. هندوستان بیا بیا د پاکستان نه د حافظ سعید پرضد د قانوني ګامونو پورته کولو غوښتنه هم کړې.

پاکستان بیا دریځ لري چې د هندوستان لخوا پاکستان ته د حافظ سعید پرضد هیڅ قسمه ثبوتونه نه دي ورکړل شوي نو ځکه د نوموړي پرضد څه قسمه قانوني کاروايي نه شي کیدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG