لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې او د اسټرېلیا حکومتونو نه غوښتنې کېږي چې ترجمانان دې د افغانستان نه راوباسي


په اسټرېلیا کې فعالان هم د حکومت نه غوښتنې کوي چې په بېړني ډول دې د اسټرېلیا ځواکونو دپاره خدمات ترسره کونکي افغانان د راوېستلو دپاره ګامونه پورته کړي

د امریکې د او د اسټرېلیا د حکومتونو نه دا غوښتنې زیاتې شوي چې د خارجي ځواکونو سره د ترجمانانو او یا په بل ډول مرستې کوونکي افغانان دې د افغانستان نه د راوېستلو دپاره په بیړني ډول ګامونه پورته کړی شی.

د وي او ای رپورټ وايي سره د دې چې د امریکې په کانګرس کې د واک من ډېموکرېټک او د حزب اختلاف کانګرس ګوند په شریکه افغانانو د راویستلو حمایت کوي د صدر جوبایډن حکومت په دې کې څه اقدام نه دی کړی او وايي د داسې کار حمایت نشي کولی چې په ترڅ کې یې د امریکې سلامتیا د خطر سره مخامخ کېدلی شي.

تېره هفته په کانګرس کې د بحث په مهال د مشیګن ریاست نه د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړي پیټر مېجر وویل "مونږ دا اخلاقي ذمه واري لروو چې هغه اتحادیان محفوظ کړو چې زمونږ په خاطر یې خپل ژوندونه د خطر سره مخامخ کړي دي."

هغه زیاته کړه د تېرو څو میاشتو راهسې کوښښونه کوي چې حکومت په لړ کې یوه تګلاره جوړه کړي خو لا څه نتېجې مخې ته نه دي راغلي.د امریکې د کانګرس غړي وايي حکومت دې د نېټو او امریکايي ځواکونو دپاره کار کونکي افغانان په عارضي ډول نورو محفوظو ملکونو ته په انتقالولو غور وکړي او بیا چې د امریکې ویزې یې تیارې شي امریکې ته دې راوستل شي.

د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ د کانګرس غړي جېسن کرو په ورستیو ورځو کې یو قانون متعارف کړی چې ترمخه به یې د ویزو تعداد ۸۰۰۰ ته زیات او د ویزو شرايط به نرم کړی شي.

خو د وی او ای رپورټ‌ وايي د کانګرس ګام خو نه به په وخت واخیستل شي او نه به هم دا کافي وي.

رپورټ وايي که په دې اړه قانون سازي زر هم وشي نو ویزې به کافي نه وي ځکه چې ۱۸۰۰۰ افغانان د ویزو په انتظار دي. په دغه شمېره کې د دوی د کورنۍ غړي نه دي شامل او که چېرې د دوی خاندانونه پکې هم شامل کړی شي نو دغه شمېره به ۷۰۰۰۰ کسانو ته ورسېږي.

د وي او ای رپور‌ټ ترمخه افغان ترجمانانو دپاره د ویزې د انتظار اوسط وخت درې کاله دی خو د کرونا وایرس له امله دغه عمل نور هم ورو شو ی دی او په نتیجه کې په کابل کې د امریکې سفارتخانې د ویزو دپاره مرکې ځنډولي دي.

په اسټرېلیا کې فعالان هم د حکومت نه غوښتنې کوي چې په بېړني ډول دې د اسټرېلیا ځواکونو دپاره خدمات ترسره کونکي افغانان د راوېستلو دپاره ګامونه پورته کړي.

فعالانو تېره هفته د هغو نهو افغانانو فهرست شایع کړو چې په افغانستان کې یې د اسټرېلیا ځواکونو سره کار کړی و او د "غدارۍ" په مبینه الزام د طالبانو په انتقامي حملو کې وژل شوي دي.

په ورستیو ورځو کې طالبانو ویلي وو چې خارجي ځواکونو سره کارکوونکو افغانانو ته به څه نه وايي.

د ترجمانانو دپاره کارکونکي فعالان وايي قریباً ۱۰۰۰ افغانان د اسټرېلیا ویزو ته په انتظار دي خو د ویزو ورکولو عمل د سست روۍ ښکار دی.

سټورټ مېکارتي چې د اسټرېلیا د عسکر په حېث په افغانستان کې پاتې شوی د افغان ترجمانانو اسټرېلیا ته د منقتل دپاره کوښښونه کوي وايي تېره میاشت په کابل کې د اسټرېلیا سفارت د بندېدو له امله ترجمانانو دپاره افغانستان نه په محفوظ ډول وتل نور هم ګران شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د اسټریلیا د خارجه وزارت اعلا چارواکي دا خبره مني چې د اسټرېلیا پوځ دپاره خدمات ترسره کونکي افغانان په خپل هېواد کې د خطر سره مخامخ دي.

د اسټرېلیا د امیګرېشن یا مهاجرت په اړه وزیر اېلېکس هاک ويلي د اپرېل د میاشت راهسې اسټرېلیا ۱۸۰ ویزې ورکړي خو هغه دا نه دي ویلي چې څومره نور کسان د ویزو منتظر دي.

XS
SM
MD
LG