لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او بيلجيم ويلي د افغان مېرمنو او جينکو مرستې به کوي


د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په واشنګټن کې د"مېرمنو، سولې او امنيت" د سرخط لاندې د نېټو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو سره خبرو کې ويلي، "په افغانستان کې د ښځو او جينکو حقونه په بې رحمۍ سره تروړل شوي دي".

نوموړي ويلي، "مونږ ښځو ته روزنه کوو او بااختياره کوو یې، د مدنې ټولنې ډلو او امن راوستونکو ته، دوی کولی شي چې د سولې په راوستلو، ازادو ټولنو جوړولو او د شخړو پای ته رسولو کې مخکښ رول لوبولی شي په ځانګړي ډول هغو ځايونو کې چرته چې واکدارو د دوی حقونه تروړلي دي لکه په افغانستان کې چې ترې حقونه اخستل شوي دي".

بلينکن د افغان مېرمنو او جينکو په اړه ويلي، "طالبانو د (افغانو جينکو او مېرمنو) څخه سکول او د کار ځای ته د تلو چې په ازاده ورګرځي او عام ژوند کې برخه واخلي، دغه حق اخستی دی، ښځې او جينکي د خپلو حقونو دپاره مبارزه کوي چې د خپل ځان او هيواد دپاره ښه راتلونکی جوړ کړي".

نوموړي زیاته کړې، "مونږ هره ورځ د دوی د هڅو ملاتړ کوو، د حکومتونو سره کار کوو، د غېر دولتي ادارو او شخصي سېکټر او پوهانو سره، چې د افغان مېرمنو او جينکو مرسته وکړي چې دوی خپلې زده کړې او هنرونه لوړ کړي".

بلينکن ویلي، "مونږ په طالبانو نړیوال فشار ته دوام ورکوو چې دغه ظالمانه پاليسيانې بيرته واخلي کومې چې ټولو افغانانو ته تاوان اړوي".

نوموړي دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په نهمه جولايۍ د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې طالبانو په تېرو نیزدې دریو کلونو کې د اخلاقي څارنې په نامه په پراخه کچه د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او "د ویرې فضا" یې پیدا کړې ده.

يوناما په دغه رپوټ کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اقداماتو او پالیسو اړوند مسلو ته ځای ورکړی او وایي د 2021م په ستمبر کې چې دغه وزارت جوړ شوی فعالیتونو یې پر ښځو له توپیري او نامساوي چلند سره د ژوند په مختلفو برخو کې پر بشري حقونو او بنیادي ازادیو منفي اغېزې کړې دي.

د طالبانو حکومت د یوناما نیوکې بې ځایه بللې دي او وایي کوم حکمونه چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت جاري کوي هغه "معلوم اسلامي احکام" دي.

طالبان چې په کال ‏‎2021‎م کې په افغانستان واکمن شوي په ښځو یې د کار ځايونو ته په تلو، د جينکو سکولونو ته د تلو سره یې په ښځو نور بنديزونه هم لګولي دي، سره له دې ‏چې د واک ‏اخستو په لومړو ورځو کې یې د اعتدال پسندۍ د واکمنۍ ژمنې کړې وې.‏

د نېټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته په وينا کې د بيلجيم د بهرنيو چارو وزيرې حجه لحيب د افغان مېرمنو په اړه ويلي، په دوحه کې د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په اړه بلل شوې غونډه کې د مېرمنو ګډون نه يواځې په شا د تګ يو مثال وو بلکې يوه موقعه وه چې نړیواله ټولنه د افغان مېرمنو او جينکو په ستونزو خبر شوی وی.

هغې ويلي، هيواد به یې په افغانستان کې د مېرمنو او جينکو ملاتړ ته دوام ورکوي او ټينګار یې کړی دوی افغان مېرمنې او جينکۍ نه شي ناهيلې کولی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG