لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي: په افغانستان کې د القاعده او په شام کې د داعش مشران وژل شوي او دواړو ډلو ته زیان رسوول شوی 


د جولای د مياشتې په اخيره کې په کابل کې د القاعده د اوږدې مودې راهسې مشر اېمن الظواهري په وژنه دغه ترهګره ډله هم ډېره کمزورې شوې ده
د جولای د مياشتې په اخيره کې په کابل کې د القاعده د اوږدې مودې راهسې مشر اېمن الظواهري په وژنه دغه ترهګره ډله هم ډېره کمزورې شوې ده

امريکايي چارواکي وايي په افغانستان کې د القاعده او په شام کې د داعش د مشرانو په وژلو یې دغو ډلو ته لوی زيان رسوولی او دا یې ثابته کړې ده چې امريکا د ترهګرو په ضد په کاميابۍ د هوايي بريدونو توان لري.

په امريکا کې د ترهګرۍ د مخنيوي د ملي مرکز مشرې کرسټېن ابي ذېد ويلي، سږ کال د امريکا په هوايي بريدونو دغه ترهګرې ډلې ډېرې کمزورې کړی شوي دي،

مېرمن کرسټين زياته کړه، په شام کې د فرورۍ په مياشت کې د داعش د مشر ابو ابراهيم الهاشمي القريشي چې په حاجي عبدالله مشهور وو، د وژل کېدلو وروسته دغه ترهګره ډله يو ځل بيا په دې مجبوره شوې ده چې په خپل يو والي زياته توجه وکړي.

امريکايي‌چارواکي وايي د داعش د مشر وژنه د دغې ډلې په ضد يو دروند ګزار و.

د امنيت په اړه د يو کانفرنس په وخت د وي او ای د يوې پوښتنې په ځواب کې مېرمن کرسټين ووېل، هرڅه که د داعش مشر حاجي عبدالله د هغه مشرانود قطار په وروستي کسانو کې وو چې په امريکا د بريدونو په ځای په شام کې د داعش وسله والو را يوځاېې کولو هڅه کوله، خو بيا هم د هغه په وژلو داعش ډله کې د پوه مشرانو کمی رامينځته شوی دی.

د داعش د مشر ترڅنګ د جولای د مياشتې په اخيره کې په کابل کې د القاعده د اوږدې مودې راهسې مشر اېمن الظواهري په وژنه دغه ترهګره ډله هم ډېره کمزورې شوې ده.

مېرمن کرسټين وايي د اېمن الظواهري په وژنه نه صرف القاعده کمزورې شوي بلکه د دغې ډلې په مينځ کې د يوې مودې راهسې کلک تړون هم کمزوری شوی دی، کوم چې د امريکا د ملي سلامتيا د پاره يوه ګټه وره خبره ده.

رپوټونه وايي،‌ د القاعده نوی ممکنه مشر سېف العادل چې ګمان کېږي په ايران کې دی چې ورسره د دغې ډلې نور څو مهم مشران هم دي،‌ خو پوښتنه دا ده چې آيا ايران به هغوي تلو ته پرېږدي.

د دغې ډلې نور مهم مشران په افريقا کې مېشت دي او استخباراتي چارواکي وايي، هغوي د فراخه اندېښنو په ځآېې د خپلو ملګرو د مستقبل په اړه زيات فکرمند دي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG