لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وايي د صدر په حېث به جوبایډن د یو شمېر مسلو سره مخامخ کیږي


د نومبر په دریمه نېټه شوي انتخاب کې د واکمن ريپلېکن پارټۍ د موجوده صدر ډانلډ ټرمپ خلاف جویایډن کامیاب بلل شوی دی خو د هغه د بریا په رسمي توګه اعلان لا نه دی شوی
د نومبر په دریمه نېټه شوي انتخاب کې د واکمن ريپلېکن پارټۍ د موجوده صدر ډانلډ ټرمپ خلاف جویایډن کامیاب بلل شوی دی خو د هغه د بریا په رسمي توګه اعلان لا نه دی شوی

د ډېموکرېټک پارټۍ جو بایډن چې په صدارتي انتخاب کې بریالی بلل شوی دی، په داسې وخت کې به د صدارت واک اختیار ترلاسه کوي چې امریکا د کرونا وبا ښکار ده، اقتصاد یې د مشکلاتو سره مخامخ دی او امریکايي ولس په سیاسي لحاظ تقیسم شوی دی.

و وایس اف امریکا د انګریزۍ څانګې د هغه حالاتو ته کتنه کړې ده چې جو بایډن به د صدر په توګه ترلاسه کوي.

د نومبر په دریمه نېټه شوي انتخاب کې د واکمن ريپلېکن پارټۍ د موجوده صدر ډانلډ ټرمپ خلاف جویایډن کامیاب بلل شوی دی خو د هغه د بریا په رسمي توګه اعلان لا نه دی شوی.

نوی صدر به د جنورۍ په ۲۰ نېټه د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي خپل انتخابي کېمپین کې به جویابډن خلکو ته د ارزان بېیه تعلیم او صحت د خېرښېګړې اسانتیا ورکوولو، د کارکوونکومعاش زیاتوولو، د کم امدن خلکو سره د مرستې او د مېلینونو په شمېر کې د زورګارونو موقع برابرولو دپاره د صفا توانايي د پېداوار منصوبې شروع کوولو لوظونه کول.

د هغه د صدارت لومړۍ ترجیح به د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره ګامونه اخیستل وي.

ټاکل شوي ده چې د ګل، دوشنبې،‌ په ورځ به هغه د یوې ډلې د جوړولو اعلان کوي چې د کرونا وایرس د مخنیوي په لړکې به د هغه مشاورت کوي. د امریکې د جانیزې هاپکنز يونېورسټۍ ترمخه کرونا وایرس دلاسه تراوسه پورې په امریکا کې ۲۳۶۰۰۰ مړه شوي او نهه اشاره اته مېلین ترې ناروغه شوي دي.

جو بایډن د خپل پېش رو ډانلډ ټرمپ د کرونا وایرس په تګلاره سختې نیوکي کوي.

بایډن د جمعې په ورځ په خپل پلرني ښار وېلمنګټن کې یو تقریر کې وویل په اینده څو میاشتو کې په یو شمېر ژوندونه د کرونا وایرس نه محفوظ کړي.

څیړونکي وايی جوبایډن د لویو لویو مشکلاتو سره مخامخ دی او د هغه کامیابي به د ملک په یوځای کوولو کې او په کانګرس کې د ریپبلېکن پارټۍ سره په اتحاد کې وي.

د ډېلاویر یونېورسټۍ د سیاسیاتو استاذ ډېوډ رېډلاوسک وايي دا وخت په امریکا کې ژوز سیاسي اختلافات موجود دي خو د وخت تېرو سره سره به د تقیسم دغه پرهرونه سم شي.

د کرونا وایرس د مخنیوي ترڅنګ جوبایډن د هغو ۲۰ مېلین پورې کارکوونکو سره مرسته هم ترجیح ټاکلې ده چې د کرونا وایرس له امله د صنعتونو، رېسټورانټونو او تېیټرو د تړل کېدو په نتیجه کې بې روزګاره شوي دي.

د خپلې اېجنډې د منظورۍ دپاره به بایډن په کانګرس د ريپبلېکن پارټۍ سره مفاهمت کوي په خصوصي توګه په سېڼت کې د ریپبلېکن پارټۍ مشر سېڼتر مېچ مېکانل سره به بایډن لېن دېن کوي.

د ټېکسس یونېورسټۍ د سیاسیاتو استاذ شېنن اوبراین وايي مېچ مېکانل د ډېموکرېټک پارټۍ په ځینو ازاد فکره موضوعاتو خپلې پښې نښلوولی شي او بیا به یایډن ورسره مذاکرات کوي.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم بایډن صدارت ګټلی خو د هغه ګوند په سېنټ کې اکثریت نه دی ترلاسه کړی او د سنېټ په ۱۰۰ چوکو کې د هغه ډېموکرېټک ګوند د ريپبلېکن پارټۍ سرهد ۵۰ ، ۵۰ چوکو برابري ترلاسه کوولو دپاره به په جورجیا کې د سېنټ چوکۍ ګټلو ته اړتیا لري. د وي او ای رپورټ وايي بایډن د پخواني سېنټر او بیا د نایب صدر په حېث د سیاسي لېن دېن اوږده تجربه لري او پخواني صدر براک اوباما د نایب صدر په حېث یې د مېچ مېکانل سره یو شمېر کامیاب مذاکرات کړي دي او د وي او ای رپورټ وايي هم د دغه تجربې په بنیاد به جوبایډن په واشنګټن کې د حکومت په چارو کې ممکنه جمود ختموي.

د وانډر بېلټ یونېورسټۍ د مواصلاتو استاذ جېف بېنټ وايي جوبایډن په کانګرس کې ډیر زاړه تعلقات لري چې په بنیاد یې هغه په غېر متوقع ځایونو کې هم اتحادونه جوړولی شي چې په تېرو څلورو کلونو کې داسې ډول اتحاد سازي په نظر نه راتلله.

د جمعې په ورځ خپله وېنا کې جوبایډن د ښه حکومت دپاره د دواړو ګوندونو، ډېموکرېټک او ريپبېلکنز، ترمنځ په همکارۍ زور وروکړو. هغه وویل دواړه ګوندونه به د یو بل مخالفین وي خو د یو بل دښمنان نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG