لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن په پوځ کې د نرښځانو په برتۍ د پخواني صدر ټرمپ د حکومت پابندي ختمه کړه


صدر بایډن خبریالانو ته وویل ټول امریکایان چې اهلیت لري باید چې د خپل ملک خدمت وکړی شي چې پکې نرښځان هم شامل دي
صدر بایډن خبریالانو ته وویل ټول امریکایان چې اهلیت لري باید چې د خپل ملک خدمت وکړی شي چې پکې نرښځان هم شامل دي

د امریکې صدر جوبایډن د یوې حکمنامې دلارې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت هغه پابندي ختمه کړه چې دلاندې یې نرښځانو په پوځ کې خدمات نه شول ترسره کولی.

صدر بایډن خبریالانو ته وویل ټول امریکایان چې اهلیت لري باید چې د خپل ملک خدمت وکړی شي چې پکې نرښځان هم شامل دي. هغه وویل د نورو امریکایانو په ډول نرښځانو ته به په پوځ او په نورو وظیفو کې د ملک او د حکومت د خدمت کولو موقع ورکول کېږي. او هم دا ډول نرښځان هم که

په کال ۲۰۱۶ کې د هغه وخت صدر براک اوباما نرښځانو ته په پوځ کې د برتي کېدو او د جنس بدلولو دپاره د طبي اخراجاتو ورکولو اجازت ورکړی و خو د هغه جانشین ډانلډ ټرمپ په پوځ کې د نرښځانو په برتۍ پابندي ولګوله خو کوم نرښځانو چې د وړاندې څخه په پوځ کې خدمات ترسره کول ورته د کار جاري ساتلو اجازت ورکړی شو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په پوځ کې د نرښځانو موجودګي به د دوی په کار کې خنډان راولاړوي او په مالي لحاظ به هم ګران وي.

د صدر جوبایډن د حکمنامې دلاندې په د هغه کسان پیژندګلو کولی شي چې د صدر ټرمپ د پابندۍ له امله د پوځ نه وېستل شوي وي او یا بیا نه وي جلب کړی شوي.

د دفاع وزیر لاییډ اسټن ویلي هغه د نرښځانو په اړه د پوځ په تګلاره کې د بدلون حمایت کوي. هغه وویل نرښځان چې د پوځ د اهلیت په مېعار پوره وي ورته به بغېر د تعصب په ازاده توګه د خدماتو ترسره کولو اجازت ورکول کیږي.

په واشنګټن کې مېشته هیومن رایټس کېمپېن نومې تنظیم هم په پوځ کې په نرښځانو د پابندۍ ختمولو د صدر بایډن د فېصلې هرکلی وکړو.

د وي او ای رپورټ وايي په پوځ کې د نرښځانو د تعداد په اړه کوم رسمي معلومات نېشته او په دې اړه بېلا بېلې اندازې لګول کېږي. د پخواني صدر براک اوباما په لومړي دور کې په پوځ کې په هم جنسانو پابندي ختمه کړی شوه او کانګرس هغه قانون ختم کړو چې پکې هم جنس پرستو خپل جنسي شنخاخت نشو کولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG