لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدر ایران خبرداره کړی چې په اسرایل دې حمله نه کوي



په نیویارک کې په داخلي تګلاره د تقریر وروسته خبریالانو سره خبرو کې بایډن ایران ته وویل "مه کوه."
په نیویارک کې په داخلي تګلاره د تقریر وروسته خبریالانو سره خبرو کې بایډن ایران ته وویل "مه کوه."

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ ایران ته سخت خبرداری ورکړو چې په اسرایل دې حمله نه کوي، دا په داسې حال کې په شام کې د ایران په سفارتي انګڼ د اسرایل د خونړۍ حملې وروسته نړۍ تشویش لري چې ایران به بدل اخلي.

په نیویارک کې په داخلي تګلاره د تقریر وروسته خبریالانو سره خبرو کې بایډن ایران ته وویل "مه کوه."

بایډن وویل امریکا د اسرایل دفاع ته ژمن دی د اسرایل ملاتړ او دفاع به کوي او ایران به نه کامیابېږي.

د بایډن د خبرو نه مخکې د امریکې دفاعي او سفارتي چارواکو هم په تېرو څو ورځو کې د اسرایل د حمایت اظهار کړی دی او د امریکې پوځ دا خبره یقیني کولو دپاره ګامونه اخېستي چې د اسرایل او ایران زیاتېدونکي دښمني ټول منځنی ختیځ په پراخه کچه جنګ کې و نه نغاړي.

د امریکې یو پوځي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د جمعې په ورځ وي او ای ته وویل سیمې ته اضافي وسایل لېږل شوي دي چې د دفاع او د امریکايي ځواکونو د تحفظ کار وکړي.

په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي ایران ته خبرداری ورکوي، د ایران حمایت یافته د لبنان حزب الله ډلې د جمعې په ورځ شمالي اسرایل په درځنونو راکټونو وویشتلو.

د اسرایل پوځ وویل تر ۴۰ پورې راکټې معلوم شوې وې چې د لبنان نه پرې اسرایل ويشتل شوی و. اسرایلي پوځ وویل ځینې راکټې د هوايي دفاعي نظام ناکاره کړې.

ايي ډي اېف یا د اسرایل دفاعي ځواک وویل هم د جمعې په ورځ اسرایلي ځواکونو په چاودېدونکو مواد بار هغه دوه ډرون هم په لاره کې ونیول چې د حزب الله وسله والو د اسرایل خلاف چلولي وو.

په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چې ایا په اسرایل د حزب الله راکټونو حمله اسرایل نه د ایران د بدل اخیستلو برخه ده او که نا؟

د شام په سرښار دمشق کې د ایران په سفارتي ودانۍ دا میاشت د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې د اسرایل پاسداران انقلاب ځواکونو درې کمانډران وژل شوي دي. په وژل شویو ایرانیانو کې د القدس ځواک مشر جنرل علي رضا زاهدي هم شامل و.

د ایران روحآني مشر ایت الله علي خامنايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل اسرایل ته به د اپرېل د وړمبۍ نېټې د حملې سزا ضرور ورکول کېږي. د دې نه څو ورځو وړاندې خامنايي یو مشیر ویلي وو چې اسرایلي سفارتخانې محفوظ نه دي پاتې.

د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ ترجمان مېتیو مېلر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د امریکې د خارجه وزیر اېنټني بلېنکن په شمول سفارتي چارواکو په ترکي، چین او سعودي عرب کې مامورینو سره خبرو کې دا غوښتنه کړې چې ایران ته داخبره واضحه کړي چې تاوتریخوالی زیاتول د هېڅ چا په مفاد کې نه دی.

تاوتریخوالی د کمېدو په اړه د خبرو ترڅنګ امریکايي چارواکي په اسرایل د ایران د ممکنه حملې په صورت کې د اسرایل د ملاتړ اظهار هم کوي.

د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل امریکايي چارواکي اسرایل سره مسلسل په رابطه کې دي چې دا خبره یقیني کړي چې اسرایل به د خپل ځان دفاع وکړی شي. هغه وویل د ایران جوابي حمله د باور وړ خطر لري.

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلېنټ سره په ټېلې فون خبرو کې اسرایلي هم منصب ته د امریکې د مکمل ملاتړ ډاډ ورکړو.

د امریکايي مامورینو بیانونه او د ایران مخنیوي دپاره د اضافي وسایلو متحرک کولو تاوتریخوالی د زیاتېدو په اړه تشویش نه دی کم کړی.

د ملګرو ملتونو ترجمان سټیفن دوراجېک د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل تاوتریخوالی ورځ په ورځ زیاتېږي او په دې اړه ډیره پرېشاني لري. هغه زیاته کړه چې خفیه او په څرګنده توګه دا پېغام ورکوي چې تاوتریخوالی د زیاتولو څخه دې ډډه وکړی شي او تاوتریخوالی د کمولو دپاره دې کوښښونه وشي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG