لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بوسټن کې دشوؤ چاؤدنو تحقيقات


 دپلټنو دمرکزي بيورو( ايف بي ائي) په مشرۍ کې څو شمير نورې ادارې ددغه چاؤدنو په تحقيقاتو بوختې دي
دپلټنو دمرکزي بيورو( ايف بي ائي) په مشرۍ کې څو شمير نورې ادارې ددغه چاؤدنو په تحقيقاتو بوختې دي
دامريکا دميساچوسټس ايالت په پايتخت بوسټن کې دميراتهن دزغل دپايې ته رسيدونکې کرښې ترڅنگ دترسره شوؤ دوؤ چاؤدنو پلټنې روانې دي.
دگل په ورځ ددغو چاؤدنو له امله درې کسان وژل شوي اؤ د140ؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ.
دپلټنو دمرکزي بيورو( ايف بي ائي) په مشرۍ کې څو شمير نورې ادارې ددغه چاؤدنو په تحقيقاتو بوختې دي.
ايف بي ائي دگل په شپه ناوخته يو جاري کړي بيان کې وئيلي دي چې ددغو چاؤدنو په اړه څه وئيل به دوخت څخه وړاندې وي.
که چرې ددې خبرې پخلى وشي چې دغه دترهه گرۍ پيښه وه نو په امريکا کې به دنائن اليون دبريدونو وروستو دترهه گرۍ دغه تر ټولو بده پيښه وي.
دامريکا صدر براک اوباما په ټيلي ويژن خپل يو بيان کې وئيلي دي چې په دغه پيښه کې دککړو کسانو سره به حساب کولى شي.
دبوسټن دپوليسو کمشنر ايډورډ ډيوس دچاؤدنو وروستو يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي دي هغوي ته دوړاندې څخه داسې کوم استخباراتي معلومات نۀ وؤ ترلاسه شوي چې گنې کومه بده پيښه رامينځته کيدونکې ده.
دميساچوسټس رياست گورنر ډيول پيټرک وئيلي دي چې دنهې په ورځ به ښار پرانستى وي خو دامن وامان دقائم ساتلو لپاره به په لويې شمير کې عسکر تعينات کولى شي.
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:41 0:00
Direct link

بلخوا نړيوالو مشرانو اؤ حکومتونو دبوسټن ميراتهن دچاؤدنو سخته غندنه کړې ده.
دنيټو سيکرټري جنرل اينډرز فو راسموسن په دغه بريد دژور خفگان څرگندونه کړې اؤ دپيښې دښکار شوؤ کسانو دکورنو سره يې غمرازي ښکاره کړې.
په يو بيان کې هغه وئيلي دهغه افکار دبوسټن دخلکو اؤ ټولې امريکا سره دي.
ديورپي يونين صدر هرمين وين رومپي دغه بريدونه ويرونکي گرځولي اؤ ددې هيلې څرگندونه يې کړې چې پيښه کې ککړ کسان به دقانون منگولو ته راکش کړل شي.
دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون دغه بريدونه بې حسه تشدد گرځولى.
هغه وائي دغه بريدونه زيات ويرونکي ځکه وؤ چې په داسې ايونټ کې شوي دکوم مقصد چې دنړۍ څخه دخلکو رايوځايې کول اؤ دلوبو هم اهنگي پيداکول وؤ.
همدغه شان دپاکستان خارجه دفتر دغه چاؤدنې ترهه گريز بريدونه گرځولي اؤ وئيلي يې دي چې دپاکستان اولس اؤ حکومت په دغو بريدونو حيران اؤ خفه شوي دي.
بلخوا پاکستاني طالبانو ، چې په تيرو وخونو کې يې په امريکا کې دبريدونو ذمه واري په غاړه اخستې دبوسټن په چاؤدنو کې دلاس لرنې څخه انکار ړى.
دافغانستان صدر حامد کرزي هم ددغو چاؤدنو غندنه کړې اؤ دپيښې دښکار شوؤ کسانو دکورنو دغړو سره يې دخواخوږۍ اؤ خفگان څرگندونه کړې ده.
داسلامي هيوادونو دهمکارۍ سازمان ( او ائي سي) دبوسټن چاؤدنې بزدلانه حملې گرځولې.
په يو بيان کې او ائي سي وئيلي دي چې دترهه گرۍ دټولو قسمونو په ضد يې جگړه کړې اؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG