د امریکې یو سیاسي تنظیم چې په کال ٢٠٠٨ او په کال ٢٠١٢ کې يي د براک اوباما په انتخابي مهم کې برخه اخیستې وه، اوس يي هغه دپاره د فیس بک پاڼه پرانستلې ده.
په فیس بک د براک اوباما د شخصي پاڼې نه علاوه د وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ سرکاري د فیس بک او ټویټر پاڼې هم موجود دي.
د براک اوباما په پاڼه د هغه د زیږیدنې کال او نیټه، د هغه تعلیم او څه نور معلومات په لنډه توگه ورکړی شوي دي.
د کرنټ افس یا د موجوده کار په حواله د براک اوباما په پاڼه لیکل شوي چې هغه دا وخت د امریکې صدر دی. ددې ترڅنگ، په فیس بک پاڼه دا هغه په مشغلو کې لیکل شوي چې هغه د خپلو بچو سره وخت تیرول، لیکل کول او باسکټ بال لوبه کول خوښه وي.
د براک اوباما په شخصي پاڼه د هغه تصویر او د هغه نوم لیکل شوی دی. نوم سره لیکل شوي چې هغه پالیټینشن یا سیاستدان دی.
په فیس بک دا د براک اوباما د پاڼې درک دی:
https://www.facebook.com/barackobama/info/?tab=page_info
په فیس بک پاڼه لیکل شوي چې دا د ارگنائزنگ فار ایکشن ان واشنگټن ډي سي نومې اداره چلوي. ارگنائیزیشن فار ایکشن د سیاسي کارکونکو هغه ډله ده چې په کال ٢٠٠٨ او کال ٢٠١٢ د براک اوباما د صدارتي انتخابي کیمپین نه زیږیدلې او د سیاسي شعور په مد کې د اولس د بیدارۍ کار کوي.
د گل یا دوشنبې په ورځ د ارگنائزنگ فار ایکشن ان واشنگټن ډي سي ډلې کارکونکو سره خبرو اترو کې براک اوباما وویل د صدارت ورسته به هم هغه جمهوریت کې تر ټولو اهم ترین منصب د هغه په لاس کې وي او دغه منصب په جمهوري عمل د براک اوباما په وینا د یو عام شهري کردار دی.
صدر براک اوباما وايي په کانگرس کې د قانون سازۍ نیمگړي کارونه د تکمیل دپاره نه یوازې هغه ته، نه د کانگرس یو غړي او نه ائنده منتخب صدر ته اړتیا لري. دا اولس د خپل اتحاد لارې سر ته رسولی شي.
براک اوباما وايي د صدارت په اخیرې کال به خپله توجه هم په دغه هدف ساتي چې څه رنگ عام شهریان د حکومت په دنده کې ځانونه ښکیل ساتلی شي.
په فیس بک د پاڼي دا درک دی:
https://www.facebook.com/WhiteHouse/info/?tab=page_info
په ټویټر هم د وائټ هاوس پاڼه شته. درک يي دی: