لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کېليفورنيا کې په ځنګل لګيدلي اورکې د مړو شمېر ۶۶ ته رسېدلی


د ۵۰۰ نه زيات امدادي کارکونکي د سوځيدلي ودانيو نه ژوبل او مړي را ويستلو کې بوخت دي
د ۵۰۰ نه زيات امدادي کارکونکي د سوځيدلي ودانيو نه ژوبل او مړي را ويستلو کې بوخت دي

د کېلي فورنيار په شمال کې پروت پېراډاېز ښارګوټي کې تېره هفته په ځنګل لګيدلی د امريکې د تاريخ تر ټولوخونړی اور ته د کېمپ فاېر نوم ورکړی شوی دی او دلاسه یې ٦٦ تنان مړه شوې دي.

د ۵۰۰ نه زيات امدادي کارکونکي د سوځيدلي ودانيو نه ژوبل او مړي را ويستلو کې بوخت دي د جمې په ورځ هم د دغې اور نه يو شمېر مړي راويستل شوي چې ورسره د مړو شویو تنان شمېره ۶۶ ته رسېدلې ده.

دغې اور ۱۲۰۰۰ ودانۍ سوځولي دي چې ۹۷۰۰ پکې کورونه دي.

د کيلي فورنيا د بټ کاونټۍ د پوليسو مشر کوري هونيا مطبوعاتو ته ويلي تېره هفته د وور د لګېدلو په وخت په ګڼ شمېر کې خلک د خپلو کورونو نه تښتېدلي وو چې تروسه پکې ډېر خلک ورک دي.

د پېراډاېزښاګوټي نه ۵۲۰۰۰ زره خلک خوندي سيمو او عارضي کېمپونو کې په پناه اخستلو مجبوره شوي دي.

د پېراډاېز ښارګوټي يو وسيدونکي هارولډ ټېلر اېسوسي اېټډ خبري ادارې ته ويلي د اور د لګېدلو په و خت دوي سره د وتلو لپاره يواځې ۱۰ منټه وخت و هغه وخت د ټول پېراډاېز ښار نه لمبې ختلی .

چارواکي وايي په ۵۷۰ کلوميټره سيمه لګېدلي وور ۴۰٪ وور يې قابو کړی دی خو دايي نه دي ويلي چې کله به د دغو سيمو خلک خپلو خپلو کورونو ته د ورتلو جوګه شي. چارواکي وايي دغلته حالات وس هم ډېر خطرناک دي د بجلي تارونه په زمکه پراته دي او ځآېې په ځآې د ور د لاسه سړکونه او لارې بندې پرتې دي.

د دغې اور د لګيدلو د علت په اړه لا پلټنې روانې دي خو چارواکي واي ډېر امکان ددې خبرې دی چې کېدی شي د بجلۍ شارټ سرکټ لکبله لګېدلی وي.

د امريکا کېلي فورنيا رياست کې په ځنګلونو د اوور لګېدلو پېښې اکثر رامينځ ته کېږي او کله چې هوا توده او وچه وي نو بيا د اوورد لګېدلو او خورېدلو امکان نور هم زيات وي.

د دې نه وړاندې هم په کېلي فورنيا کې د ووسلي په نامه وور درې کسان وژلي وو او ۳۹۰ کلوميټره سيمه کې سوځولې وه.

وهاېټ هاوس يا سپينه ماڼۍ واي صدر ډانلډ ټرمپ به دخالي په ورځ د کېلي فورنيا د هغه سيمو سفر کوي چرته چې خونړي اوور په لويه کچه ځاني او مالي زيان اړولی نوموړی به هلته د ځپل شوو کورنيو سره ليدل کتل کوي.

د کېلي فورنيا ګورنر جېري براؤن د امريکا داخله سېکټري ريان ‌ذېنک او د بيړني حالاتو د انظام وفاقي ادارې فيما مشر براک لانګ د شور يا چارشنبې په ورځ د کېلي فورنيا د دغه سيمو سفر کړی وو چرته چې د کېمپ فاېر په نامه خونړی اوور لګېدلی. دغو مشرانو د پېراډاېز ښارګوټي کې د ځپل شوو کورنيو سره ليدل کتل وکړل او د غې ښار د بيا ودانۍ ډاډګېرنه يې ورکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG