لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د ترکي او شامي کردانو تر منځ د روانې جګړې د ودرولو غږ کړی


Syria Turkey
Syria Turkey

واشنګټن- امريکا د ترکي او په شام کې د امريکا پلوه کردانو تر منځ په زياتېدونکې جګړې انديښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي د جګړې ګټه بل چاته نه بلکې داعش ته رسيږي.

لوړ پوړي امريکايي چارواکي دا مني چې ترکي د خپلې دفاع حق لري خو وايي په کردانو د ترکي هوايي بمبار او د کردانو لخوا ويشتل شوي توغندي هغه کوښښونو ته زيان اړوي کوم چې د داعش د کمزوري کولو د پاره روان دي.

د امريکا د سنټرل کمانډ وياند کرنل جو بوسينو وي او ای ته ويلي “مونږ د هر هغه پوځي عملياتو مخالفت کوو کوم چې په شام کې حالات خرابوي”.

هغه ويلي “دا اقدامات زمونږ شريکو ګټو ته خطر پېښوي چې پکې د داعش خلاف جګړه هم راځي. مونږ له دا يقيني کول دي چې ياده ډله بيا کله داسې ونه توانيږي چې سيمې ته خطره پېښه کړي”.

د امريکا په مشرۍ کې جوړ پوځي اتحاد چې د داعش خلاف جنګيږي هم په سوشل ميډيا پيغام خپور کړی او په يو ټويټ کې يې ليکلي “دا حملې د ولس ژوند په خطر کې اچوي، په سيمه کې په ګرانه راوستل شوی امن ؛ګواښي او زمونږ د داعش خلاف شريک جنګ ته زيان رسوي”.

اتحاد ويلي امريکا په ترکي او شام کې د وژل شوو ولسي وکړو د کورنو سره غمرازي کوي او په دواړو خواوو غږ کوي چې جګړه دې ودروي چې د عامو خلکو ژوند وژغورل شي او شريک دښمن داعش ته ماتې ورکړل شي. “مونږ په عراق کې هم د بې ترتيبه پوځي عملياتو مخالفت کوو”.

په واشنګټن کې دفاعي چارواکو ويلي چې امريکايي چارواکي هم د ترکي او هم د کردانو په مشرۍ کې د سيرين ډيموکرټېک فورسز سره په رابطه کې دي.

که هر څو د امريکا او ترکي تعلقات په وروستنو څو کالو کې خراب شوي خو دواړه هېوادونه بيا هم زاړه اتحاديان دي او په نيټو کې يو ځای دي.

ترکي د کردانو دوه ډلې ايس ډي ايف او وايي پي جي په انقره کې د شوي ترهګر بريد په تور تورنې کړي خو دواړو ډلو د بمي چاودنې ذمه داري نه ده منلې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG