لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په سوډان کې په جنګ کې ښکېلو فريقېنو غږ کړی چې د جنګ بندۍ احترام دې وکړي


د سوډان پوځ او د ار اېس اېف ترمنځ جنګ د اپرېل د میاشت په ۱۵ نېټه د پوځ مشر جنرل فتح البرهان او د ار اېس اېف د مشر محمد همدان داګلو د اختلافاتو وروسته شروع شو
د سوډان پوځ او د ار اېس اېف ترمنځ جنګ د اپرېل د میاشت په ۱۵ نېټه د پوځ مشر جنرل فتح البرهان او د ار اېس اېف د مشر محمد همدان داګلو د اختلافاتو وروسته شروع شو

امریکې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل که په سوډان کې په جنګ کې ښکیل د امنیتي ځواکونو دواړه څانګې د ورستۍ جنګ بندۍ احترام وکړي نو واشنګټن به د قریقېن ترمنځ د سولې په خبرو کې به مرسته وکړي.

د سوډان د پوځ او د رېپېډ سپورټ فورس نومې نیم پوځي ځواک ترمنځ د سعودي عرب او امریکې په منځګريتوب بیا جنګ بندي شوي خو رپورټونه وایي د تازه ډزبندۍ هم خلاف ورزي شوې ده.

د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمان (نې) په یو بیان کې وویل کله چې په جنګ کې ښکیل ځواکونه په عملي ډول وښښي چې په جنګ بندۍ کې سنجیده دي نو امریکا او سعودي عرب تیار دي چې خبرو دلارې د مسلې حل راوېستلو دپاره د ځنډ ښکار مذاکرات بیا شروع کولو کې مرسته وکړي.

سټېټ ډپارټمنټ دغه بیان پس له دې جاري کړی چې د سوډان پوځ په ار اېس اېف د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزام ولګولو او مذاکرات يې قطع کړل.

دواړه قریقېن رضا شوي وو چې د می تر ۲۰ پورې ډزبندي به د می تر ۲۹ وغځوي چې دا ډول په جنګ ځپلو سیمو کې ملکي خلکو ته امداد ورسوول شي.

امریکا او سعودي عرب د جنګ بندۍ څارنه کوي او وايي دواړو فریقېنو يې خلاف ورزي کړې ده.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د متحده قومونو سېکرېټري جنرل اېنټونیو ګوټېرېس په غوښتنه د متحده قومونود امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل غونډه د تړل شویو دروازو په شا وشوه. دا یوازې پېنځم ځل دی چې د متحده قومونو د مشر په هېڅ ګوټېرېس د پېنځو کلونو نه زیات خپل دور کې دا ډول غونډه رابللې ده.

د متحده قومونو ترجمان سټيفان ډوجېرېک خبریالانو ته وویل په سوډان کې په سیاسي او انساني کچه صورتحال خراب دی او ګوټېرېس د کاونسل غړو سره ځېني خیالات شریکول.

د سوډان پوځ او د ار اېس اېف ترمنځ جنګ د اپرېل د میاشت په ۱۵ نېټه د پوځ مشر جنرل فتح البرهان او د ار اېس اېف د مشر محمد همدان داګلو د اختلافاتو وروسته شروع شو.

په سوډان کې جنګ دلاسه په سلګونو ملکي کسان وژل شوي او د یو مېلین نه زیات کسان بې کوره شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات په متحده قومونو کې د وي او ای خبریالې مارګرېټ بشیر، روېترز، ای پي او د ای اېف پي خبري ادارو د رپورټونو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG