لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا او کېنېډا به د دواړو ملکونو ترمنځ په غیررسمي لارو غیر قانوني سفر کونکي ستنوي
تازه خبر

امریکا او کېنېډا به د دواړو ملکونو ترمنځ په غیررسمي لارو غیر قانوني سفر کونکي ستنوي


د معاهدې اعلان کېنېډې ته د صدر بایډن د سفر په مهال په اټوا کې د بایډن او د ټروډو په مشترکه خبري کانفرنس کې وشو
د معاهدې اعلان کېنېډې ته د صدر بایډن د سفر په مهال په اټوا کې د بایډن او د ټروډو په مشترکه خبري کانفرنس کې وشو

د امریکې صدر جوبایډن او د کېنېڼدې وزیراعظم جسټن تروډو د جمعې په ورځ د یوې معاهدې اعلان وکړو چې ترمخه به يې د امریکې او کېنېډې ترمنځ په غیر رسمي لارو غیر قانوني سفر کونکي خلک دواړه ملکونه ستنوي.

د معاهدې اعلان کېنېډې ته د صدر بایډن د سفر په مهال په اټوا کې د بایډن او د ټروډو په مشترکه خبري کانفرنس کې وشو.

د صدر په حېث کېنېډې ته د خپلې لومړۍ دورې په مهال صدر بایډن خبریالانو ته وویل چې د غیرقانوني کډوالو د راتګ مخه نیولو دپاره امریکا او کېنېډا په مشترکه ډول کار کوي.

د کډواولو په اړه د دواړو ګاونډیو ملکونو د معاهدې مقصد کېنېډې ته د هغو پناه ګزینو ورتګ ودرول چې امریکې ته د داخلېدو نه پس د دواړو ملکونو په پوله کېنېډې ته د ورتګ کوښښ کوي.

د مخکنۍ معاهدې دلاندې دواړو ملکونو په رسمي سرحدي لارو غیر قانوني کډوال ستنولی شول خو په دغه معاهده کې غیررسمي سرحدي لارې نه وې شامل. کېنېډې د ډیر وخت راهسې غوښتل چې په معاهده کې دې غیر رسمي لارې هم شامل کړی شي.

کېنېډې ته د غیر قانوني کډوالو په زیاته شمېره کې د ورتګ په سر وزیراعظم ټروډو د تنقید سره مخامخ دی.

په کال 2022 کې 40,000 پناه غوښتونکي د امریکې نه کېنېډې ته داخل شوي دي چې د کال 2017 راهسې د کډوالو ترټولو زیاته شمېره ده.

ټروډو وویل په معاهدې به عملداري د خالي، شنبې، په نیمه شپه شروع شي.

د معاهدې دلاندې په کېنېډا د لاطیني امریکې تر 15000 پورې پناه غوښتونکو ته په ملک کې ځای ورکوي چې د ډول د امریکي په جنوبي پوله د کډوالو دباو کم شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د کډوالو په اړه د امریکې او د کېنېډې د معاهدې ناقدین وايي دغه لوظنامه د کډوالو مخ نه شي نیولی او کډوال به د دواړو ملکونو ترمنځ په زیاتو خطرناکو لارو د سفر کوښښ کوي.

کېڼېډې ته د سفر په مهال صدر بایډن د کډوالو د مسلې نه علاوه په اوکراین کې د جنګ، د روس او چین د مخه نیولو په کوښښونو او په هېټي هېواد کې د امن او امان په خرابېدونکي صورتحال هم د وزیراعظم ټروډو سره خبرې وکړې.

صدر بایډن د کېنېډې پارلېمنټ ته هم د جمعې په ورځ تقریر وکړو، د دواړو ملکونو د تعلقاتو ستاینه یې وکړه او ویې وېل د امریکې او د کېنېډې خلک دوه بېل ولسونه دي خو زړه یې مشترک دی.

یادونه: د دې خبر ځينې معلومات د ای پي، رویټرز او د ای اېف پي خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

..

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG