لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاس وېگس د ټېکنالوجۍ مېله د "اېلس" د فلمي دنیا نه کمه نه وه


د وي او ای ډیوه خبریال ثمینه احسن د سږ کال دغې مېلې ته ورغلې وه او په مېله کې د سترگو لېدلی حال بیانوي او وايي داسي ښکارېده چي د خلکو ژوند اسانولو دپاره چي په کومه نوي ټیکنالوجۍ کار روان دی نو په نتیجه کې به یې دا نړۍ هم په ونډرلېنډ یا د عجائباتو په دنیا کي بدله شي
د وي او ای ډیوه خبریال ثمینه احسن د سږ کال دغې مېلې ته ورغلې وه او په مېله کې د سترگو لېدلی حال بیانوي او وايي داسي ښکارېده چي د خلکو ژوند اسانولو دپاره چي په کومه نوي ټیکنالوجۍ کار روان دی نو په نتیجه کې به یې دا نړۍ هم په ونډرلېنډ یا د عجائباتو په دنیا کي بدله شي

د هالي ووډ یو فلم "اېلس ان ونډرلېنډ" کې د فلم مرکزي کرداره اېلس په چې کله په باغ کې د یوې سوی پسي منډه وهي او لکه د خوب په رنگ یوې بلې نااشنا او حیرانونکي دنیا ته ورسېږي. په دغه نوي موندل شوي دنیا کې اېلس گوري چې هر څېز خبرې کولی شي.

د امریکې د نواډا ریاست په لاوېگس ښار کې د جنوري د ٨اتمې نېټې نه تر ١١ نېټي پوري جوړې شوي د ټیکنالوجۍ مېله هم لکه اېلس د نوي دنیا په رنگ د حېرانتیا او د ټېکنالوۍ د جدیدو مصنوعاتو نه ډکه وه.

د وي او ای ډیوه خبریال ثمینه احسن د سږ کال دغې مېلې ته ورغلې وه او په مېله کې د سترگو لېدلی حال بیانوي او وايي داسي ښکارېده چي د خلکو ژوند اسانولو دپاره چي په کومه نوي ټیکنالوجۍ کار روان دی نو په نتیجه کې به یې دا نړۍ هم په ونډرلېنډ یا د عجائباتو په دنیا کي بدله شي.

د ٢٠١٩ کنزیومر الیکټرانک شو کي د ټولی نړۍ نه د ۴٥٠٠ زرو نه زیاتو لویو او وړو کمپنو هغه سامانونه یا شیان راوړي وو چي یا خو به سږني کال د خلکو استعمال دپاره مارکیټ ته راشي یا به لږه څه موده کې راشي. هر کال کیدونکي دغه میلی ته په زرگونو خلک هم راځي. دغه میله په دې سبب هم اهمیت لري چي اندازه ورکۍ د ټیکنالوجي په میدان کي به نوي او جدید رجحانات څه وي او خلکو ته مخکي څه طمعی لرل پکاردي.

5G internet
5G internet

د سږ کال په دې مېله کې د ټېکنالوجۍ څلور بنیادي نوي تصورات وړاندې کړی شوې وو Artificial Intelligence مصنوعي زهانت Augmented & Virtual Reality: حقيقي او کمپیوټري دنیا یو ځاي کیدل Internet of things: د څېزونو انټرنېټ 5G: 5جي

د ماهرینو په نظر کي موجوده دور د څلورم صنعتي انقلاب دور دی.

د عالمي اقتصادي غونډی یا ورلډ اکنامک فورم باني او اقتصاد پوهه کلاز مارټن شواب خپل کتاب "دي فورت انډسټریل ریوولوشن" کي لیکلي، دغه څلورم صنعتي انقلاب د ماضي د صنعتي انقلابونو نه جدا دی. شواب نور لیکی د تېرو انقلابونو بنیاد په ټیکنالوجي کی پرمختگ کول وو، خو د څلورم صنعتي انقلاب اساس په دې چې د ټیکنالوجۍ په ځای د مواصلاتو، کمیونیکېشن او رابطې، یا کنکټیویټي، دومره مخ په وړاندي بوتلی شي چې د کاروبارونو او ادارو ترڅنگ یې گټه عامو خلکو ته هم ور وسيږي.

د ٢٠١٩ کنزیومر الیکټرانک شو کي پرتو څیزونو د شواب د خبرو تصدیق کوو. د مصنوعي زهانت په استعمال جوړ روبوټس به نه یوازې په هوايي اډو، دفترونو او غټو دوکانونو کي خلکو ته معلومات او رهنمائ ورکوي بلکې کورونو کي به هم ماشومانوسره لوبې او ورته به قېصی هم کوي، د کور صفای خیال به ساتي، که څوک په کور کي نه وي نو لکه د څوکیدار به يي حفاظت کوي او د کور خلکو سره به خبرې هم کوي.

د ورچوول رییلټي یا مصنوعي هوښیارتیا دلاري خلک په کور کي ناست د خپلې خوشښي د ځای سفر کولی شي. ورچوول رییلټي په خصوصي توگه د ویډیو گېمز کونکو دپاره یوه خوندوره تجربه ده چې د ویډیو گېم د یو کردار په شان گېم کونکي هم د لوبی برخه شي او گیم کوي. دغه شان اگمینټډ رییلټي حقیقي دنیا د کمپیوټر دنیا سره د یو ځای کولو طاقت لري. د یوه خاص چشمی سره تاسو خپل مخامخ هر چرته د خپلي خوښې دنیا جوړولی شۍ. اگمینټډ رئیلټی د طب په مېدان کي د ډاکټرانو او سرجنانو سره مرستی کولی شي.

انټرنیټ هم اوس یوازې دکمپیوټر او سمارټ فون پورې محدود نه دی پاتې. انټرنیټ اف تهنگز دلاری په ملینونو غټ او واړه څیزونه وس د یو بل سره یا خو کنکټ دي یا کنکټ کېدی شي. بیا دغه څیزونه بغیر د لاس لگولو یا هغوی ته د نژدې تلو هم استعمالېدی شي. دا څیزونه د اخلي پخلی هم کیدی شي او د یو جېټ جهاز انجن هم. مطلب دا چې هر هغه څیز چي د انټرنیټ سره کنکټ کېدی شی هغه د یو بل سره هم کنکټ کېدی شي او ډیټا یا معلومات شریک کولی شي. په ساده ټکو کي داسي هم ویلی کېدی شي چي د انټرنیټ اف تهنگز یوه خیالي دنیا د چرته چي څیزونه د څیزونو سره، انسان د انسان سره او انسان د څیزونو سره د انټرنیټ په زریعه رابطه کي دي. خو مهمه خبره دا چي ددغه خیالي دنیا وجود یو حقیقت دی. څیړنیزي اداری گارټنر اندازی ترمخه ٢٠٢٠ کال پوري به ٢٦ بلینه ډيوائسز یا الات د یو بل سره کنکټډ يي.

خوددی ټولو څیزونو د یو بل سره هر وخت په رابطه کي پاتي کیدو او د نوي ټیکنالوجی نه پورا پورا گټه اغستو مقصد د یوه ښه او تېز انټرنېټ نه بغېر نه شي پورا کېدی. نو ځکه د انټرنېټ پنځم جنرېشن یا 5جي مارکیټ ته راوستو دپاره هم تیاری روان دی. د انسټیټیوټ اف الیکټریکل اینډ الیکټرانکس انجینئرز یا اۍ اي اي اي یو کارکونکی سټیورټ لپوف ترمخه 5جی به دومره زور لري چي د شگی د دانی هومره وړوکي څیز نه تر د لويي مشین پوري به ډیر په اسانه کنټرول کولی شي. دا هم ویلی کیږي چي 5جي به د موجوده وائرلېس انټرنېټ اېل ټي ای نه ٢٠٠ دومره زیات تېز یي، چي یو پورا فلم به هم په سېکنډونو کي ډاؤن لوډ کولی شي.

که څه هم ځیني ټیلی فون کمپنیانو په تجرباتي بنیادونو 5جي سروس شروع کړی هم دی خو د ټېکنالوجي ماهرین وایی، 5جي نه خوند اغستو دپاره به لږ انتظار کول وي.

د ټېکنالوجي پرمختگ او په دی د ژوند انحصار په حقله عام خلک ځیني فکرونه هم لري چې گنې د دې دلاسه به د خلکود شخصي او کورنی ژوند خبرې یا پرائويسي متاثره شي. د اۍ اي اي اي سټیورټ لپوف وايي، داسي قسمه ویرې او فکرونه د نن نه لس کاله مخکښي هم وی چي کله دټېکنالوجي یوه نوی دور شروع کېدو. لپوف هیله مند دی د ویرو او فکرونو حل به هم ولټول شي او دا چې د بدلیدونکي ټیکنالوجۍ گټې به اندېښنو نه ډيرې زیاتې وي.

خبریالې ثمینه احسن د مېلې د سترگو لیدلی حال په وډیو کې هم محفوظ کړی دی دلته لیدل کیدی شي:

د لاس وېگس د ټېکنالوجۍ د مېلې وډیو منظرونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG