د امریکې د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون د شورو، چهارشنبې، په ورځ پرله پسې په دویمه ورځ په بيجېنګ کې د چین خارجه وزیر وانګ يي سره د دواړو ملکونو په دوو اړخیزو چارو خبرې وکړې چې په کې د دواړو ملکونو د سرمشرانو ممکنه ملاقات او د ساوت چینا سي یا د جنوبي چين سمندر په سیمه کې د تاوتریخوالي موضوعات هم شامل وو.
دواړو خواو مذاکرات مخلصانه، بامعني او تعمیري وبلل او د چین د سرکاري خبري ادارې شېن هوا ترمخه وانګ وویل د چین او امریکې تعلقات په سمه لاره پاتې کېدو کې د دواړو ملکونو د مشرانو د رهنمايي لاس دی.
د وایټ هاوس د یو بیان ترمخه وانګ او سولېون په اینده هفتو کې د امریکې صدر جوبایډن او د چین صدر شي جېن پېنګ په ټېلې فون د خبرو په منصوبه سازۍ هم خبرې وکړې. شېن هوا وویل دواړو چارواکو د بایډن او د شي د ممکنه ملاقات په اړه هم خبرې وکړې.
د سولېن او وانګ د ملاقات په اړه د چین د یو بیان ترمخه، دواړو مامورینو د دواړو ملکونو د پوځي چارواکو ترمنځ د رابطو په اهمیت هم خبرې وکړې.
د چین د سرکاري نشریاتي ادارې سي سي ټي وي ترمخه، وانګ وویل د چین او امریکې ترمنځ بغېر د څه خنډ د روابطو کنجي په دې خبره کې ده چې دواړه د یو بل سره د مساوي ملکونو په څېر سلوک وکړي.
په ټایوان سټرېټ یا د ټایوان په سمندري تنګي کې د امن او ثبات برقرار ساتلو ترڅنګ، وانګ او سولېون د ساوت چاینا سي په سیمه کې د شخړو په اړه هم خبرې وکړې او وانګ د فېلېپینز د ملاتړ په سر امریکې ته خبرداری ورکړو.
د سي سي ټي په قول امریکا دې دوه اړخيزې معاهدې د چین خودمختاري او علاقيي سلامتیا د کمزوري کولو دپاره نه استعمالوي او نه دې هم امریکا د فېلېپینز د مداخلت د ګامونو ملاتړ او حمایت کوي.
د وایټ هاوس د یو بیان ترمخه سولېون په ساوت چاینا سي کې د فېلېپينز د قانوني فعالیتونو په ضد د چینايي پوځ په هغه ګامونو د تشویش اظهار وکړو چې د هغه په قول بې ثباتي پېدا کوي.
په وروستۍ موده کې د چین او فېلېپينز سمندري جهازونه په ساوت چاینا سي کې جنګېدلې دي چې د واشنګټن تشویش يې راپارولی دی. واشنګټن او منیلا د دفاع دوه اړخیزه معاهده لري.
وانګ او سولېون په ټایوان د چین د ملکیت دعوې او په چینايي مصنوعاتو د امریکې د وروستیو ټېکسونو په موضوع هم خبرې وکړې.
وانګ سولېون ته وویل امریکا دې ټایوان ته وسله ورکول بند کړي او چین سره د ټایوان په پرامنه ډول د یوځای کېدو ملاتړ وکړي.
وانګ وویل ټایوان د چین دی او د ټایوان ازادي په ټایویان سټرېټ کې د امن او ثبات دپاره د ټولو نه لوی خطر دی.
ټایوان خپل جمهوري حکومت لري خو چین يې خپله برخه ګڼي او بيجینګ وايي ټایوان سره یوځای کېدل د جزېرې یوازنۍ لاره ده او که ضرورت و نو د دې دپاره طاقت هم استعمالېدلی شي. سروی ښيي په ټایوان کې خلک د امریت دلاندې چین سره د یوځای کېدلو حمایت نه کوي.
د وانګ او سولېون د ملاقات په اړه د چین په جاري کړي بیان کې وېل شوي بيجېنګ په چینايي مصنوعاتو د امریکې په وروستي ټېکسونو د ناخوښۍ اظهار وکړو او ويې وېل واشنګټن دې د چین قانوني مفادات په خطر که نا اچوي.
وایټ هاوس نه یوازې د چین په غېر منصفانه او غېر اقتصادي چلند تشویش راپورته کړو بلکې ويې وېل سولېون په دې خبره ټینګار وکړو چې امریکا به داسې ګامونه دوامداره ساتي چې تجارت او سرمایه کارۍ ته د نقصان نه بغېر د امریکې جدیده ټېکنالوجي د قومي سلامتیا په ضد استعمال نه شي.
وانګ او سولېون به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هم مذاکرات جاري ساتي او د تجارت او په منځني ختیځ او په یوکرېن کې د حالاتو په شمول به خبرې کوي چې دواړه ملکونه پې د یو بل سره اختلافات لري.
Forum