لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا اؤ چين دپاکستاني نيوي په مشقونو کې برخه اخلي


امريکااؤ چين دپاکستان اؤنورو هيوادونو سره په گډه بحيره عرب کې دترهه گرۍ اؤقزافۍ دمخنيوي لپاره پوځي مشقونه پيل کړي دي.
په دغو مشقونو کې 13 هيوادونه برخه لري اؤ 20 هيوادونه دمشاهدې لپاره ورغلي دي.
دغه پرمختگ دوه اوونۍ وروستو له هغې رامينځته شوى چې چين دگوادر کنټرول ترلاسه کړى، کوم چې دپاکستاني بحر عرب يو سټريټجک پورټ دى.
دپاکستان دسمندري ځواکونو دبيان ترمخه په روانه اوونۍ کې پيل شوي دغه پينځه ورځني مشقونه به دجمعې په ورځ ختميږي اؤ مقصد يې دمعلوماتو راکړه ورکړه، خپل مينځي افهام وتفهيم اؤ د مشترکه گټو په نخښه کول دي.
بيان کې وئيل شوي دي چې ددغو مشقونو مقصد داړونده هيوادونو ترمينځ مرسته سيوا کول دي اؤ ددې سره به دترهه گرۍ اؤ جرمونو په ضددمشترکه ارادې څرگندونه وشي.
په اوسنو کلونو کې صومالي قزاقانو په لسگونو سمندري جهازونه يرغمال کړي ، چې دهغې په بدل کې ورته دلکونو ډالرو تاوان ادا کړل شوى.
دنيوي بيان کې زياته کړل شوې ده چې دټولو هيوادونو مقصد دسيمې سمندر کې دامنيت ټينگښت پځايې کول دي چې دغه شان نيويگيشن اؤ تجارت پرته له ځنډ څخه دوامداره پاتې شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG