لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وبا په مهال د غلطو معلوماتو خپرولو د روس په کوښښونو کې د چین اثرات لیدل کېږي


تحقيق کونکي وايي د بيانيې تکرارول ښايي چې چين د روسي ډرامې نه استفاده کوي خو کردارونه يې چينايي دي. او هم دغه رنګ روس د چين د طريقه کار نه زده کړه کوي
تحقيق کونکي وايي د بيانيې تکرارول ښايي چې چين د روسي ډرامې نه استفاده کوي خو کردارونه يې چينايي دي. او هم دغه رنګ روس د چين د طريقه کار نه زده کړه کوي

‎ کريملن او د چين کميونسټ پارټي د يو بل نه داسې زدګړې کوي چې د ګډ مطبوعاتي جنګ دلارې په مغربي ملکونو کې سياسي اختلافات زيات کړي او په جمهوريت د خلکو اعتماد کمزوری کړي.

البته په واشنګټن کې د سنټر فار يورپين پاليسي اينلېسېز د يو رپورټ تر مخه د دې ډېر کم ثبوتونه شته چې د دوی ملګرتيا په ډاګه کړي خو د يو بل د بيانونو تکرار يې مثال ګرځول کيږي.

رپورټ چې د کال 2019 د چين په وهان ښار کې د موندل شوي کرونا وايرس د کمپينونو په حقله دی وايي د بيجينګ مطبوعاتي جنګيالو تر ډېره حده د روس د غلط بيانۍ د ډرامې د کردارونو نه کار واخست او نقل يې کړل خو اوس ترې شريکې زده کړې هم کوي.

د رپورټ تحقيق کونکي بن ډباو، ايډورډ لوکس او جيک مورېس وايي “د 2019 کرونا وبا په حقله د چين کميونسټ پارټۍ د ويکسين د اثر او وايرس د بنياد په حقله غلط اطلاعات خواره کړل. دا د چين د تېرو غلط بيانيو نه په بل اړخ ته تګ و چې ټوله توجه به يې د چين او تبت، هانګ کانګ او تايوان په مسلو وه”.

تحقيق کونکي وايي د بيانيې تکرارول ښايي چې چين د روسي ډرامې نه استفاده کوي خو کردارونه يې چينايي دي. او هم دغه رنګ روس د چين د طريقه کار نه زده کړه کوي.

رپورټ وايي “د چين او روس د بيانيو غټ توپير دا دی چې چين په دوامداره توګه په خپله خبره ولاړ دی او بل خوا روس د دروغو تګلاره خپله کړې ده”.

تحقيق کونکي وايي “سره د دې چې ډېر وسايل لري خو د چين بيانيې ټولنې او د خلکو رای د ځان پله نه دي ګرځولي”.

غربي چارواکي وايي د چين او روس مقصد هم دا دی چې څنګه امريکا کمزوري کړي، د جمهوري ادارو اپيل کمزوری کړي او په غرب کې د اختلافاتو نه ګټه پورته کړي.

دوی وايي چين او روس د سوشل ميډيا د جعلي اکاونټونو په لار مطبوعاتي کېمپينونه کوي چې د سرکاري ميډيا لخوا سازشي نظريې خورونکي مواد بدرګه کړي.

رپورټ وايي د کرونا وايرس وبا په اړه د غلط اطلاعاتو خورولو په لړ کې چين او روس مرکزي کردارونه دي او هغه دا چې چين هڅه کړې چې خپل ريکارډ پاک وښايي او د ناروغۍ په مخنيوي کې ځان په نړۍ کې د يو اثر لرونکي برخه وال په توګه وروپېژني او روس په غلط بيانۍ کوښښ کوي د ناروغتيا په حقله د غرب د هلو ځلو بهير ټکڼی کړي.

رپورټ وايي دا د چين لخوا د غلط بيانۍ کمپين هله تېز شو کله چې د امريکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ تور ولګولو چې ممکن دا وايرس د چين د وهان د ليبارټرۍ نه تښتېدلی وي چې وروستو بيا امريکايي استخباراتي خلکو ولسمشر جو بايډن ته هم دغه امکان رپورټ کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG