د امریکې صدر جوبایډن به سږ کال ورچوول یا په انلاین بڼه د چین صدر شي جېن پنګ سره ملاقات کوي. د دې خبرې اعلان وایټ هاوس د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړلو.
د وایټ هاوس د اعلان نه وړاندې د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون په زوریخ کې د خپل چینايي هم منصب یانګ جايي چي سره ولیدل.
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په دې اړه خپل رپورټ کې وايي د صدر پنګ سره د صدر بایډن اعلان او په زوریخ کې د دواړو ملکونو د چارواکو ملاقات په داسې حال کې شوی دی چې د تجارت او تایوان په سر واشنګټن او بینجنګ ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د وي او ای د رپورټ ترمخه امریکا غواړي چې چین دې د تایوان په ضد پوځي فشار ختم کړي او د تجارت په اړه دې خپلې ژمنې پوره کړي.
د رپورټ ترمخه په تېرو څو ورځو کې چین د تاویوان فضايي دفاعي سیمې ته 150 جنګي جهازونه لېږلي دي چې د امریکې خبرداری یې راپارولی دی.
د امریکې خارجه وزیل اېنتني بلېنکن وویل د چین د دغو هلو ځلو په نتیجه کې بې ثباتي او غلط فهمي پېدا کېدلی شي او خطر لري چې په سیمه بې امن او بې ثباتي جوړه کړي.
د چین او تایوان ترمنځ د اختلاف بنیادي ټکی دا دی: تایوان خپل ځان يو خپلواکه ملک ګڼي خو بیجنګ یې د چین نه بېلا شوي خپله صوبه ګڼي.
په تایوان د چین پوځي فشار د واشنګټن او بېجنګ ترمنځ د تاوتریخوالي یو بل ټکی دی.
د څېړنې ادارې رېنډ کارپورېشن ټېمتي هیټ وايي که څه هم د امریکې او چین ترمنځ تاوتریخوالی د تشویش وړ دی خو د جنګ خطر کم دی او نه ویني چې امریکا او نه هم چین په جنګ کې دلچسپي لري.
د وي او ای رپورټ وايي امریکا په غیر رسمي ډول د تایوان سره اړیکې لري او تایوان سره پوځي امداد هم کوي او د "ون چاینا" یا د یو چین په تګلاره عمل کوي، یعني د تايپی په ځای بینجنګ سرښار مني. صدر دا هفته د صدر شي سره په ټېلې فون خبرو کې دغه دریځ تکرار کړو.
د تجارت په لړ کې امریکې په چین فشار زیات کړی او وايي چین د 2020 د هغې معاهدې پابندي نه کوي چې د لاندې به یې چین د 2021 پورې د امریکې نه د 200 بېلین ډالرو مالیت امریکايي مصنوعات او خدمات اخلي.
امریکې د چین په مصنوعاتو د 350 بېلین ډالرو مالیت مالیه په ځای ساتلي ده.
د امریکې د تجارت نماینده کېترین تای ویلي امریکا به د زیانمو تګلارو او ګامونو نه د خپلو اقتصادي مفاداتو د تحفظ دپاره هره لاره استعمالوي.
امریکې په سیمه کې د چین د اثر په ضد د هندوستان، جاپان او اسټرېلیا سره همکاري زیاته کړې ده او په سیمه کې اېټمي ابدوز په ځای کولو دپاره به د ای یو کی یو اېس نومې معاهدې دلاندې د اسټرېلیا سره مرسته کوي. تېره میاشت صدر بایډن د کواډ نومې تنظیم د سر مشرانو د غونډې کوربتوب وکړو. په کواډ کې د امریکې ترڅنګ اسټرېلیا، هندوستان او جاپان شامل دي.
بل اړخته، امریکا د ريجنل کامپريهېنسیو اکنامک پارټنرشپ نه بهر ده چې د ازاد تجارت په اړه د لسو جنوبي اېشیايي ملکونو ، د پېنځوو همکارانو او د چین تنظیم دی.