لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي عدالت د ۱۰ کسانو په وژلو د تورن تن د ضمانت خواست رد کړو


د کلوراډو په بلور ښار کې د هغه سوپر مارکېټ بهر خلک ګلونه ږدي چېرته چې ۱۰ کسان په ډزو وژل شوي دي
د کلوراډو په بلور ښار کې د هغه سوپر مارکېټ بهر خلک ګلونه ږدي چېرته چې ۱۰ کسان په ډزو وژل شوي دي

د امریکې په کلوراډو ریاست کې د لسو کسانو په وژنه کې د نیول شوي تن د ضمانت خواست یو عدالت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ رد کړو او امر یې وکړو چې مشکوک تن دې په زندان کې وساتل شي.

په ۲۱ کلن احمد العلیوي العیسې نومې تن د کلوراډو ریاست د بولډر ښار په سپر مارکېټ کې په ډزو د لسو کسانو د وژلو فرد جرم لګول شوی دی. هغه د ګل، دوشنبې، په ورځ په کنګ سوپر مارکېټ کې د ډزو نه وروسته ونیول شو.

العیسی د زیارت، پنجشنبې، په ورځ عدالت ته وړاندې کړی شو.

د عدالت جج تامس مېلواهېل د العیسی د دفاع وکیلانو دا خواست ومنلو چې د مقدمې نوره اورېدنه دې د العیسی د ذهني معاینې دپاره تر دریو میاشتو پورې پورې وځنډول شي . د العیسی د دفاع وکیلانو نور تفصیلات نه دي وړاندې کړي خو یو قانون نافذ کوونکي افسر ویلي د مشکوک تن کورنۍ ویلي دوی ګمان کوي چې العیسی په ذهني توګه ناروغه دی.

العیسی په عدالت کې ومنله چې هغه د خپلو قانوني حقونو نه خبر دی چې پکې دا خبره هم شامله ده چې هغه به د ضمانت نه بغیر په زندان کې وي.

په کوم سټور کې چې په العیسی د ډزو الزام لګول شوی د هغه د کور نه ۲۵ کلومیټره لېرې دی.

پولیس ویلي مشکوک تن د پېښې د ځای نه یو واسکټ، رایفل، شاټ ګن، جینز پتلون او قمیص لېرې کړی دی او په موقع ډیره وینا پرته وه.

د ګرفتارۍ نه پس مشکوک تن په پښه د ډزې د زخم د علاج دپاره هسپتال ته انتقال کړی شوی و. چارواي وايي العیسی یو روګر ډول تماچه په سپر مارکېټ کې د ډزو نه شپږ ورځې وړاندې اخیستې وه.

د العیسی د کورنۍ یوې غړي تحقیق کوونکو ته ویلي چې د ډزو نه څو ورځې وړاندې یې العیسی د مشین ګن ډول ټوپک سره په لوبو لیدلی و.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته قانون نافد کوونکي یو افسر ویلي د العیسی د کورنۍ خیال کوي چې نیول شوی تن د ذهني ناروغۍ ښکار شوی دی. د هغه یو ورور سي اېن اېن ټیلې وژن ته ویلي العیسی به داسې محسوسول چې ګنې څوک یې تعقب کوي.

د العیسی کورنۍ د شام نه امریکې ته هجرت کړی دی او ټول عمر یې په امریکا کې تېر کړی دی.

په ارواډا ښار کې پولیس ویلي په تېرو څو کلونو کې د العیسی پولیس سره څو وارې رابطه شوي ده چې پکې د موټر په تیز رفتارۍ د چلولو ټکټ او په هايي سکول کی یو تن په څوک وهل دي.

په کلوراډو کې د پېښې نه وروسته د امریکې صدر جوبایډن په حملو کې استعمالېدونکو ټوپکو یا اسالټ رایفلز بابند د پابندۍ غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG