امریکايي مامورینو ویلي داسې ښکاري چې د الجزیره ټېلې وژن وژل شوي خبریالا شیرین ابو عاقله د اسرایلي ځواکونو د مورچو له لورې شویو ډزو کې لګېدلی خو دا یقین نه کېږي هغه قصداً په هدف شوي ده.
فلسطيني امریکايي خبریالا شیرین ابو عاقله د می په میاشت کې په وېسټ بېنک کې د اسرایلي ځواکونو د یوې چاپې په مهال په ډزو کې وژل شوي ده.
فلسطيني عېني شاهدینو او د شیرین ابو عاقله همکارانو په اسرایلي ځواکون د هغې په هدف کولو الزام لګولی و او ویلي يي چې د ډوز په وخت په سیمه کې وسله وال نه و موجود. اسرایلي مامورینو دغه خبره ردوله.
د وي او ای د رپورټ ترمخه، د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان نېډ پرایس د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وويل امریکايي مامورینو د ازادو تجزیو او د شرین ابو عاقله د بدن نه اخیستل شوي ګولۍ کتنه کړې او دې نتېجې ته رسېدلي دي چې په کره توګه دا نشي وېل کېدی چې دغه ګولۍ چا چلولې وه.
د رپورټ ترمخه ماهرینو وویل چې ګولۍ تباه شوي وه او دا تعین ترې نشي کېدلی چې چا چلولې ده.
شیرین ابو عاقله په عرب نړۍ کې په پراخه کچه پېژندل کېده. هغه د می په ۱۱ نېټه په وېسټ بېنک کې په جنین کېمپ د چاپې په مهال ووژل شوه.
فلسطیني ادارې هغه ګولۍ اسرایل ته د ورکولو نه انکار کړی و شیرين ابو عاقله پې لګېدلې وه او په تحقیقاتو کې د اسرایل د ککړتیا مخالفت کولو.
دغه ګولۍ د تېرې هفتې په اخېره کې امریکايي مامورینو ته ورکړی شوه.
اسرایل ویلي وو چې شیرین ابو عاقله فلسطيني وسله والو سره د اسرایلي ځواکونو د ډزو د تبادلې په مهال وژل شوې ده. اسرایلي ځواکونه دا خبره ردوي چې هغه قصداً په هدف شوي ده.
د وي او ای د رپورټ ترمخه اسرایل دا خبره منلې چې شیرین ابو عاقله په ډزو په خطا لګېدلې وي.
نېډ پرایس وویل امریکايي مامورینو د اسرایل او فلسطیني تحقیقاتو مودنې کتلې او دې نتېجې ته رسېدلي چې د ډزې د اسرایلي مورچو له لوري شوي دي.
هغه وویل امریکا داسې څه یقین نه لري چې شيرین ابو عاقله قصداً په هدف شوي وه بلکې د هغې مرګ د فلسطیني وسله والې ډلې اسلامک جهاد په ضد د اسرایلي ځواکونو د عملیاتو د حالاتو نتیجه وه.
د امریکې خارجه وزارت: د الجزیره وژل شوي خبریالا اسرایلي ځواکونو قصداً نه ده وېشتلې

واشنګټن —
1