لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا پاکستان کې دترهه گريزو بريدونو غندنه کړې


Shi'ite Muslims display the unburied coffins of victims of Thursday's twin bomb attack during a sit-in in Quetta, January 12, 2013.
Shi'ite Muslims display the unburied coffins of victims of Thursday's twin bomb attack during a sit-in in Quetta, January 12, 2013.
امريکا دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې دترسره شوؤ خونړو بريدونو غندنه کړې او دا يې غيرانساني او بې حسه عمل گرځولى.
دزيارت په ورځ دبلوچستان سرښار کوئټۀ کې دشيعه هزاره ورورولۍ په يوه اکثريتي سيمه کې دوؤ بمي چاؤدنو کې 92 کسان وژل شوي او 121 نور ژوبل شوي وؤ، ددغه چاؤدنې څخه دمخه دايف سي ديو گاډي سره نزدې بمي چاؤدنه ترسره شوې چې پکې 12 کسان وژل شوي وؤ.
همدغه راز دسوات په سربند سيمه کې په يو تبليغي مرکز هم ديوې چاؤدنې له امله 21 کسان وژل شوي وؤ.
دامريکا دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ دجمعې په ورځ وئيلي دي چې امريکا په کوئټه، سوات او کراچۍ کې دوژل شوؤ کسانو دکورنۍ دغړو سره دژور خفگان څرگندونه کوي.
هغې وويل ددغه بې حسه او غيرانساني بريدونو په غندلو کې مونږ دپاکستان دخلکو سره کلک ولاړ يو.
دهغې وينا وه چې مونږ په پاکستان کې دهرقسمه تشدد غندنه کوؤ اؤ ترهه گرۍ ته په ماتې ورکولو کې دپاکستان دحکومت سره په کار کولو ژمن يو.
په کوئټه کې په شيعه ورورولۍ دترسره شوؤ بمي چاؤدنو پړه غيرقانوني تندروه ډلې لشکر جهنگوي په غاړه اخستې وه.
په دغه بريدونو کې دپه نخښه کړل شوؤ کسانو دکورنۍ غړو دجمعې دورځې څخه په علمدار روډ دوژل شوؤ کسانو مړي ايښودي او دښار پوځ ته تر سپارلو پورې ددغو مړو خاورو ته دسپارلو څخه يې انکار کړى دى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG