لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي ادارې په سعودي عرب کې د شیعه وګړي د اعدام کېدلو غندنه کړې 


د کال ۲۰۲۱ دپاره د مذهبي ازادۍ په اړه خپل رپورټ کې یواېس سي ايي ار اېف د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ته سپارښتنه کړې چې سعودي عرب دې د "خصوصي تشویش" د هغو ملکونو په فهرست کې شامل کړی شي چې په منظمه ډول د مذهبي ازادۍ په سرغړونو کې ککړ دي
د کال ۲۰۲۱ دپاره د مذهبي ازادۍ په اړه خپل رپورټ کې یواېس سي ايي ار اېف د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ته سپارښتنه کړې چې سعودي عرب دې د "خصوصي تشویش" د هغو ملکونو په فهرست کې شامل کړی شي چې په منظمه ډول د مذهبي ازادۍ په سرغړونو کې ککړ دي

په نړیواله کچه د مذهبي ازادۍ دپاره امریکايي ادارې یونایټېډ سټېټس کمېشن ان انټرنېشنل رېلېجس فریډم د ۲۶ کلن شیعه وکړي مصطفا دروېش د اعدام کولو په سر د سعودي حکومت غندنه کړې ده.

یو اېس سي ايي ار اېف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د دروېش اعدام کېدل د مذهب د ازادۍ خلاف ورزي ده.

د ادارې مشرې ندین مېینزه وویل په سعودي عرب کې د شیعه ټولنې د ځورولو په ضد امریکا باید چې په خاموشۍ ځواب ورنکړي.

مېرمن مېینزه وویل په اینده کې سعودي عرب ته د وسلې د خرڅلاو نه وړاندې کانګرس باید په دې خبره سوچ وکړي چې داسې ملک ته وسله ورکوي چې د مذهبي اقلیتونو سره قامي امنیت ته د خطر په څېر سلوک کوي.

د سعودي حکومت په مبینه مسلح بغاوت کې د شریکېدو په الزام دروېش په ۲۰۱۵ کې ګرفتار کړی و.

د دروېش د ګرفتارۍ نه وړاندې د سعودي عرب په ختیځه صوبه کې شیعه اقلیت د خپلو حقونو دپاره مظاهرې کړې وې.

یواېس سي ايي ار اېف په خپل بیان کې وویل د ګرفتارۍ په وخت دروېش کم عمره و او د هغه د مقدمې د شروع د وخت پورې یې وکیل هم نه لرلو.

امریکايي ادارې وویل د ۲۰۱۱ راهسې د شیعه ټولنې ګڼ شمېر غړي په مظاهرو کې د شرکت په سر اعدام کړي دي چې پکې د په ۲۰۱۹ کې د ۳۲ شیعه وګړو اجتماعي اعدام کېدل شامل دي.

د کال ۲۰۲۱ دپاره د مذهبي ازادۍ په اړه خپل رپورټ کې یواېس سي ايي ار اېف د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ته سپارښتنه کړې چې سعودي عرب دې د "خصوصي تشویش" د هغو ملکونو په فهرست کې شامل کړی شي چې په منظمه ډول د مذهبي ازادۍ په سرغړونو کې ککړ دي.

دروېش د ګل، دوشنبې، په ورځ اعدام شو

خو د حقونو یوې ډلې ویلي د هغه په مقدمه کې ډېرې نیمګړتیاوې لرلې.

د بشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل ویلي دا نه ده مالومه چې ایا 26 کلن مصطفا بن هاشم ته په هغه جرمونو کې سزا ورکول شوې چې هغه د یوه وړوکې په توګه کړي وو؟

د بشري حقونو سازمان وایي په سعودي عربستان کې سږ کال تراوسه پورې 26 کسان تېزندي کړل شوي دي او په ټول پروسږ کال کې 27 کسانو ته تېزندي ورکړل شوې وه.

یو اېس سي ايي ار اېف د وفاقي حکومت خپلواکه اداره ده چې منظوري یې کانګرس ورکړې او په نړیواله کچه د مذهبي ازادۍ څارنه کوي او د خارجه تګلارې په لړ کې د امریکې صدر، خارجه وزیر او کانګرس ته د مذهب ازادۍ ته د ودې ورکولو په لړ کې سپارښتنې ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG